روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا په اړه خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس دې پایلې ته رسېدلی چې د کرونا ویروس په نړۍ کې د روغتیا بیړني حالت ته رسېدلی دی.

ښاغلي ګیبریسوس ویلي، موږ د روغتیا په بیړني حالت کې د خلکو ساتنې ته ژمن یو، مګر د کوویډ-۱۹ ناروغي د بیړني حالت له چوکاټه بهر ده.

نوموړي زیاته کړه، په دې شرایطو کې د کوویډ-۱۹ پر وړاندې واکسین ته ژوره اړتیا لیدل کیږي، ځکه چې دا یوه نړیواله او عامه ګټه ده نه شخصي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر په ګوته کړې چې دا ناروغي په نړۍ کې د نورو ناروغیو پر کنترول منفي اغیز لري، او د خلکو ترمنځ یې رواني ناروغي په پراخه کچه زیاته کړې ده.

په امریکا کې د تیرې اونۍ په اوسط سره هره ورځ ۱۵۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د جان هوپکنز پوهنتون شمېرې له مخې یوازې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په امریکا کې ۲۰۰ زره نوې قضیې ثبت شوي دي چې تر دې دمه په ورځني ډول تر ټولو زیاتې دي.

په بریتانیا کې د کرونا له امله د مړو شمېر له ۵۰ زرو پورته شوی، په فرانسه کې بشپړ ګرځبندیز لګېدلی، ایټالیا او هسپانیا هم یو شمېر سخت بندیزونه لګولي دي. په یادو هېوادونو کې په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۵۰ زره مثبتې پېښې ثبتیږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په وینا، هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۴۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې هم د ورځنیو پېښو کچه له پخوا زیاته شوې او په تېرو دوه اونیو کې په اوسط ډول ورځنۍ پېښې له زرو پورته شوي دي، دغه هېواد کې اوسمهال ټولې مثبتې پېښې له ۳۴۸ زرو پورته شوي او ۷۰۳۵ کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx