افغانستان

نظرمحمد مطمئن: بایډن کولای شي د دوحې تړون په مرسته امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د سولې فعال او سیاسي شناند نظرمحمد مطمئن د امریکايي ادارې بدلون ته په اشارې سره ویلي، چې د دوحې سولې تړون جوبایډن سره مرسته کوي، ترڅو امریکايي عسکر په ښه توګه له افغانستانه وباسي.

نظرمحمد مطمئن دا څرګندونې د هرات په نهمه امنیتي ناسته کې د خبرو پرمهال کړي او زیاتوي چې د جوبایډن ټاکل کېدل به د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون باندې هیڅ منفي تاثیر ونه کړي.

د مطمئن په خبره د بایډن لویه ستونزه داده چې نوموړی افغانستان ته د پاکستان له عینکو ګوري او هندوستان چې د افغان سولې له بهیر څخه په یو طریقه ناخوښ دی، د افغانستان له مسئلې څخه لرې پاتې کیږي.

که څه هم د کابل حکومت مشران د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ناکامۍ او جوبایډن بریا ته خوښي او داسې تمه لري چې بایډن به افغانستان  څخه د امریکايي عسکرو له ایستلو لاس پر سر شي؛ خو سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل د امریکا ملي تګلاره ده او ښايي بدلون په کې را نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

مطمئن صاب را باندي ګران دی، خو کله کله يې عينکي سم کار نه ورکړي.

رښتينيار

مطمئن صاحب په شننه کي هم تېر وزي او په٫٫## کي هم تېر وتی دی. خلک د روس، امريکې، پاکستان ، ايران او داسي نورو ګوډاګيان کېږي، خو دی د ## ګوډاګی سوی دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx