افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ د افغانستان د جګړې سرسخت مخالف د پنټاګان ستر سلاکار ټاکلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): امریکایي رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د افغانستان د جګړې تر ټولو سرسخت مخالف «میک ګریګور» د امریکا د دفاع وزارت ستر سلاکار ټاکلی.

د سپیني ماڼۍ چارواکو امریکایي رسنیو ته منلې، چې د امریکا د دفاع وزیر تر ګوښه کولو وروسته د امریکا په دفاع وزارت کې د پالیسۍ جوړونې مشر هم له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې «میک ګریګور» د پالیسۍ جوړولو په برخه کې د پنټاګان ستر سلاکار ټاکل شوی.

سپيني ماڼۍ ویلي، چې ګریګور به له خپلې اوږدې پوځي تجربې څخه د ملي امنیت په برخه کې د امریکا د ولسمشر د پالیسیو په عملي کولو کې کار واخلي.

ګریګور چې ټرمپ ته له نږدې کسانو شمېرل کېږي، د افغانستان د جګړې سرسخت مخالف پاتې شوی او له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو د ایستلو تر څنګ یې حتی له کابله د امریکایي سفارت د لېږدولو وړاندیز هم کړی.

نوموړي تېر کال په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د امریکا ولسمشر ته به مشوره ورکړي تر څو خپل ټول عسکر هر څومره ژر چې شوني وي له افغانستانه وباسي او هلته خپل شته سفارت هم وتړي.

دفاع وزارت کې بدلونونه

په تېرو دوو ورځو کې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په دفاع وزارت کې ګڼ بدلونونه راوستلي او څلور لوړ رتبه نظامي چارواکي یې له دندو ګوښه کړي.

د امریکا دفاع وزیر، د پالیسۍ جوړونې برخې مشر، د امریکايي پوځ د امنیت او استخباراتو رییس او د دفتر رییس هغه څلور تنه نظامي چارواکي دي چې په تېرو دریو ورځو کې له دندو ګوښه شوي او پر ځای يې ټرمپ ته نږدې ا و د افغانستان په اړه د نوموړي له پالیسۍ سره همنظره کسان راغلي.

امریکایي رسنۍ وایي، ایسپر او د دفاع وزارت نور ګوښه شوي لوړ پوړي چارواکي ټول هغه کسان وو چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو له عاجلانه وتلو سره یې مخالفت کاوه او د ټرمپ له هغې پالیسۍ سره همغږي نه و، چې له مخې یې باید ټول امریکایي عسکر د نوي کال تر پیلېدو پورې کورونو ته ستانه کړل شي.

د دفاع وزیر په ګډون ګوښه شویو لوړپوړو چارواکو ټینګار درلود، چې امریکایي عسکر باید په «مسئولانه ډول» او «شرایطو ته په کتو» له افغانستانه ووزي او تر وتلو وړاندې له امریکا سره د طالبانو کړې ژمنې و ارزوي.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس ټول بهرني عسکر باید د څوارلس میاشتو دننه «د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې» له افغانستانه ووزي.

دمګړۍ که څه هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ په چټکۍ روانه ده او هیواد کې د مېشتو عسکرو شمېر ۴۵۰۰ ته راټيټ شوی؛ خو ټرمپ ټینګار لري چې د راتلونکي نوي کال تر پيلېدو باید ټول امریکایي عسکر خپلو کورونو ته راستانه کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

له ګران هيواد افغانستان څخه د اشغالګرو پوځيانو ورغوښتل د امريکې د ولس او معقولو چارواکو غوښتنه ده او بالعکس دلته يې نور هم پرېښوول د امريکايي داړه مارانو او د باد او بدمې غوښتونکو مادي پالو خبيثو ارواحو غوښتنه ده. اوس به وګورو چي د سرزوري ټرامپ او کونه پيخ، کهنه کار شيطان بايډن په سردمدارۍ کومه ډله خپلو هيلو ته رسېږي، خو دابه ووايو چي دا جنجالونه د امريکايي خونخورو طاغيانو او د دوی د لاسپوڅو باطل پالنه او د افغان ولس او د دوی د معقولو خواخوږو پر حقه داعيه نوره هم په نړي واله کچه په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x