افغانستان

هلمند کې د ازدۍ راډیو خبریال وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په مرکز «لښکرګاه» ښار کې د ازادۍ راډیو خبریال «الیاس داعي» پر موټر باندې چاودنه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي ویاند «عمر ځواک» وایي، نن ورځ «پنجشنبه» سهار مهال د لښکر ګاه ښار په حدودو کې د خبریال داعي پر موټر باندې د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له امله یې خپله داعي وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي.

د ځواک په خبره، په چاودنه کې د الیاس داعي ورور او د المان غږ راډیو خبریال «مجبتی محمدي» او یو بل کس ټپيان شوي هم دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم د الیاس داعي وژل کېدل منلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

معلومداره خبره ده چی دا کار د داعش دی ځکه چی هلمند کی اکثره داعیشیان دی داسی یو، یو طالب هم شته خو د چسپکی ماین چل نه ورځی.

احمدشاه

طوطی گکه زه اکثرا‌ً ستا کومنتونه چه لولم ستا د خبرو ستایل دیر امروسنګ ناصالح ته ورته دې، حتمۍ ته به یې کوم وفادار شاګرد یې!

جمیل

طوطی خانه ! د تفکر و مډال ته خو به نه یی کاندید سوی ؟
داسی خبری کوی لکه خرونه چی په ونه خیژوینه .

Karwan

ياره طوطي خانه،
داسي ښکرور دوراغ وائي، انسانان څه چه خره هم درته په خندا دي. په کوم ځاي کي چه طالبان وي، هغلته داعيشيان پسکه هم نشي اچولي. که د يوه شپانه نه هم پوښتنه وکړي، نو درته وبه وائي، چه د شهيد الياس داعي قاتيلان امرالله صالخ او محب دي! په دالرو کي مو ښي چړچي وکړي، اما دحساب او کتاب وخت به راشي. په هري شپي پسي ورځ راڅي!
هسي نشي چه دمظلومو خلکو سوټي په لاس وي او طوطي په سر سر ډبوي، تر څو چه مردار شي. کاروان

غ.حضرت

د هر بې ګناه انسان او افغان وژنه د غندلو وړ ده، که عسکر وی که امام او مُلا وی او که معلم او متعلم او خبرنګار وی خصوصاً د ځوانانو وژل د هغوی د کورنۍ د غړو د اوښکو د توئېدو د دوام لامل ګرځی. امّا بعد په پورته لیکنه کی یوه د تأمل وړ موضوع ته اِشاره سوېده چی ظاهراً بې اهمیته ښکاری خو په حقیقت کی د ځینو حقائقو بیان ( په غیر ارادی توګه ) په واضح توګه احساسیږی. محترم لیکوال لیکی چی دا خبرنګار د آزادۍ د راډیو ( مزدور) خبرنګار ؤ او د امنیتی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x