افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني د قطر له امیر سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د قطر له امیر «شیخ تمیم بن حمد الثاني» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغانستان د سولې پروسې او د اقتصادي سوداګریزو اړیکو د پراختیا په  اړه ورسره غږېدلی.

په دې تلیفوني خبرو کې اشرف غني په هیواد کې د جګړې زیاتوالی پر طالبانو ورتپلی او د قطر له امیر څخه یې د جګړې د شدت د کموالي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قطر امیر په افغانستان کې د جګړې د ګراف په لوړېدو خواشیني ښودلې او د خپل هیواد له لوري يې په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

دغه خبرې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو له پیلېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوي.

ورته مهال د هیواد په بېلابېلو برخو کې هم مخامخ جګړو، توپچي او هوايي بریدونو او شپنیو چاپو زیاتوالی موندلی، چې د جګړې د ښکېلو غاړو تر څنګ ولسي وګړي هم پکې تلفات ګالي.

شنونکي په دې باور دي، چې حکومت قصدا غواړي د افغان سولې بهیر یا سقوط او یا هم په دې برخه کې ډېر ورو مخته ولاړ شي، تر څو د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو برخلیک او د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ادارې پالیسي څرګنده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx