افغانستان

غني له فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده دوې اونۍ وروسته له حکومت د مالي ملاتړ او ورسره د مرستو د دوام په اړه په جینوا کې کنفرانس راوبلل شي؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» له فساد سره د مبارزې د کمېسیون تشکیل اعلان کړی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې اشرف غني له فساد سره مبارزه د خپل حکومت له لومړیتوبونو بللې، چې دده په خبره، د پراختیا په اړه به یې د مشورتي عنعنوي جرګې او یا هم بل ملي جوړښت په چوکاټ کې بحث وشي.

دغه کمېسیون چې درې نارینه او دوه ښځینه غړې لري؛ د اشرف غني په خبره، تمرکز به یې د لوړپوړو مقاماتو له فساد سره د مبارزې په اړه وي،

غني ددې تر څنګ یاد کمېسیون ته  د ټولو سرچینو او واکونو د ورکړې ژمنه کړې او هغوی یې ولس او پارلمان ته ځواب ویونکي بللي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پر پاڼه لیکل شوي، چې همایون حماد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فروخ لقا به له فساد سره د مبارزې د کمېسیون غړي وي.

د غني له لوري له فساد سره د مبارزې کمېسیون داسې مهال جوړېږي، چې تمه ده دوې اوونۍ وروسته په جینوا کې د نړۍ د ۷۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د امریکا په مشرۍ راټول شي او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له کابل حکومت سره د کېدونکو احتمالي مرستو اعلان وکړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار ادارې «سیګار» په خپل تازه راپور کې له فساد سره د حکومت مبارزه غیرمؤثره او یوازې د کاغذ پر مخ بللي او له امریکا او متحدینو یې غوښتي، چې خپلې راتلونکې مرستې له فساد سره د حکومت په فعاله مبارزه پورې مشروطې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

فاسد د فساد مخه نشی دب کولای.
غنی مفسد ده باید چه دی ورک شی.

جمیل

اوه ! مفسدین د فساد لپاره مبارزه کوی
دا خو لکه په لیوانو چی رمه وساتی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x