روغتیا

د انفلونزا او کرونا ویروس مخنیوي لپاره د یوه ترکي متخصص لخوا وړاندې شوي «۱۳» خواړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د مني او ژمي په یخه هوا کې د راڅرګندېدونکي کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، له همدې امله پکار دي چې د بدن معافیت پیاوړي کولو او ددې ناروغۍ پر وړاندې د مقاومت لپاره صحي خواړه مهم رول لوبوي.

د ماشومانو یوه ترکي متخصص «ډاکټر مختار فاتح بیدلي» د مناسبو خوړو یوه داسې مجموعه وړاندې کړې چې د بدن مقاومت پياوړي کولو او د انفلونزا او کرونا ویروس څخه په ساتنه کې مرسته کوي.

ډاکټر بیدلي چې د ترکيې په ازمیر ایالت کې د «میډیکل پارک» روغتون کې د ماشومانو متخصص دی وویل، د موسمونو ترمنځ د هوا بدلونونو په پایله کې د یو شمېر ناروغیو، په ځانګړي ډول انفلونزا او په کرونا د اخته کېدو امکانات ډیر شوي دي.

هغه زیاته کړه، د خوړو یوه داسې ډله شتون لري چې د معافیت سیستم روغتیا ته وده ورکوي او د مختلفو ناروغیو پر وړاندې په مقاومت کې مرسته کوي، ځکه چې د معافیت سیستم پیاوړی کول له ناروغۍ څخه د ژر غېدو لپاره خورا مهم دی.

هغه زیاته کړه، په اوسني وخت کې د معافیت سیستم غوره کولو لپاره تر ټولو غوره مشوره د فایبر ډیره کچه اخیستل او متوازن خوراکي رژیم تعقیبول دي، دغه راز د کرونا او انفلونزا لخوا رسېدلی منفي اغیز کې د سږو فعالیت کې ملاتړ کوي.

دغه معلومات د کرونا درملنې یا ددې مخنیوي لپاره کوم بدیل نه دی، لکه څرنګه چې د کرونا مخنیوي لپاره د ماسک اچول، لاسونه په صابون پریمنځل او ټولنیز واټن مراعاتیږي، دغه راز دغه معلومات هم د یوه عمومي لارښود په ډول وړاندې کیږي.

باید وویل شي چې متخصصین او ډاکټران د کرونا پر وړاندې د معافیت سیستم پیاوړي کول لازمي بولي، څيړنې ښيي هغه کسان چې د معافیت سیستم یې کمزوری دی زیات د کرونا ښکار او ډیر ژر مړه شوي هم دي.

د ترکي ډاکټر لخوا د معافیت سیستم پیاوړي کولو لپاره د خوړو مجموعه په لاندې ډول ده:

  • ماهي، سمندري او هغه خواړه چې پراخه کچه ویټامن ډي لري، لکه د هګۍ ژیړ، سره او سپينه غوښه او هغه ټابلیټ چې د ویټامن ډي مرکبات ولري.
  • دانه لرونکي نباتات، د هغې له جملې څخه تر ټولو مهم لوبیا دي.
  • شین چای، په دې کې لوړه کچه انټي بیوتیک موندل کیږي چې د معافیت سیستم پیاوړي کولو کې مرسته کوي، ددې سربېره د باکتریاو او ویروس ضد دي.
  • هوږه، د بېلا بېلو ناروغیو پر وړاندې د بدن معافیت لوړوي او د سلفر مرکبات لري کوم چې د سپينو کورویاتو او د بدن نورو حجرو ته وده ورکوي، دغه راز هوږه تنفسي ناروغیو لپاره هم ګټوره ده او د انفلونزا سره تړلې نښې کموي. په دې تړاو خامه هوږه خوړل ډير مهم دي.
  • کیفر (Kefir)، د لبنیاتو محصولاتو څښاک دی، دا د زکام او ددې د سختو نښو شدت کموي.
  • امرود، دغه میوه ویټامن سي C، ویټامن ای A (لایکوپين)، او ویټامن کی K لري.
  • پالک/شنه سابه، د ویټامن سي سربېره د یو شمېر اکسایډو ضد دي او د «بیټا کروټين» څخه ډک دي، کوم چې د بدن معافیت سیستم پیاوړی او د ویروس انفیکشن سره د مبارزې لپاره چمتو کوي، د پالکو سربېره نور شنه خواړه هم دې ته ورته ګټې لري.
  • ماسته، پنیر او د لبنیاتو نور محصولات، دا د معافیت سیستم په تنظیم او تقویه کولو کې مرسته کوي، د انفلونزا ناروغۍ پرمهال د ستوني درد کموي. په دې تړاو ماسته خوړل ډیر ګټور دي.
  • ادرک/سونډ، دا ډیرې ګټې لري ځکه چې خورا صحي دي او د مختلفو ناروغیو پر وړاندې د بدن معافیت پیاوړی کوي، (ډیری ډاکټران د کرونا ناروغ ته د ادرک چای زیات څښلو سپارښتنه کوي)، د ساه تنګۍ او زکام لپاره ښه دي، ځکه چې تودوخه، درد او التهاب کموي، لکه د ستوني التهاب او خوږیدل، دغه راز د بدن په ارامولو او خوله کولو کې مرسته کوي، او د ویروس لیږد کموي. په دې تړاو باید تازه ادرک د جوس له لارې یا د مسالې په توګه وخوړل شي.
  • ګوپي، ناروغ ته سپارښتنه کیږي چې د انفلونزا او نورو ویروسي ناروغیو د اخته کېدو پرمهال دې وخوري، دا له ناروغۍ په ژر رغېدو کې مرسته کوي، ځکه چې د معافیت سیستم او نورې روغتیا لپاره مهم او غذایي توکي او ویټامینونه لري.
  • سوپ، د چرګ سوپ یو له هغو خوړو څخه دی چې د انفلونزا ناروغۍ څخه په درملنه کې مرسته کوي، ځکه چې دا ستونی نرموي او سوزش یې کموي. کولی شئ د غوښې او سبزیجاتو سوپ چې کاهو او ګازرې ولري وخورئ، په دې شرط چې مالګه یې کمه وي.
  • کورکمن، دا د التهاب یا انفلاسیون ضد دي، له همدې امله د ناروغیو سره د مبارزې او د معافیت سیستم په پیاوړي کولو کې قوي اغیز لري.
  • بادام او نوره وچه میوه، دا خواړه له ویټامینونو برخمن دي، همدارنګه د انسانانو لپاره صحي غوړ (Good fat) لري.

ډاکټر بیدلي د خپلو خبرو په پای کې وویل، دغه مهال ګرمې اوبه او مایعات باید زیات وکارول شي، او د بدن روغتیا د ګرمو اوبو، د بوټو څښاک، چې چای او ورته نور څيزونه په کې شامل دي، ددې په واسطه د بدن وچوالی یا ډي هایډریشن باید د ګرمو مایعاتو له لارې پیاوړی شي، لکه د شین چای سره د لیمو استعمال، تازه جوس چې له شکره خالي وي، دا د انفلونزا درملنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx