نظــر

امرالله صالح او نوې استخباراتي کړنې!

نصير تکل

تقريباً يوه مياشت وړاندې د پلازمينه کابل دامنيت ساتلو مسئوليت امرالله صالح ته وسپارل شو، دده له ټاکنې هغه وروسته په کابل ښار نوې استخباراتي کړنې او هدفي وژنې رامنځته شوې او په تعليمي ادارو بريدونو زور واخست، چې زه يې يو څو بېلګې وړاندې کوم، مثلا په کوثر ښوونيز مرکز بريد وشو چې په هغه کې زمونږ ګن شمير هيوادوال شهيدان او ټپيان شول.

ورپسې په کابل پوهنتون بريد وشو چې په پايله کې يې دکابل پوهنتون (۲۲) تنه مظلوم او بې دفاع محصلين شهيدان شول او تقريباً (۴۰) تنه نور زخميان شول.

لدې وروسته په کابل ښار کې يو تن خبريال يما سياوش په مرموز ډول ووژل شو، دهغه له وژل کيدو وروسته امرالله صالح وويل: د ملي امنیت د معلوماتو په اساس د طالبانو نوی پلان دادی چې په کابل او نورو لویو ښارونو کې مدني فعالان په نښه او ووژني. امرالله صالح وایي دا د طالبانو نوي او نرم اهداف دي تر څو مدني فعالان په نښه، د ولس عمومي روحیه احساساتي او له دې لارې پر حکومت فشار ډیر کړي. امرالله صالح ویلي چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او ټول مدني فعالان باید د طالبانو پر وړاندې منظم، منسجم او خپل دوښمنان وپیژني.

دامرالله صالح لدې خبرداري وروسته نن په هلمند ولايت کې د آزادۍ راديو خبريال الياس داعي د چپسکي ماين په وسيله ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پدې ټولو بريدونه کې خپل لاس لرل رد کړل، په کوثر ښوونيز مرکز او کابل پوهنتون بريدونه يې پر ټولو سختو الفاظو وغندل او دا کار يې دکابل ادارې د استخباراتي کړيو کار وباله.

اکثريت سياسي شنونکي او داستخباراتي چارو کارپوهان پدې اند دي چې ددې ټولو پېښو تر شاه د ارګ د خاصې کړۍ لاس دى، چې مشري امرالله صالح کوي، که چيرته ددې پيښو تر شاه د ارګ لاس نه وي، نو دارګ چارواکي دې ملت ته ددې لاندې پوښتنو ځواب ورکړي.

۱- کابل پوهنتون ته بريدګر ولې بدون له تلاشۍ او کوم ممانعت پرته ننوتل.

۲- د برېدګرو جسدونه څه شول؟

۳- دا چې برېد تر ماښامه جريان درلود، کابل پوهنتون او شاوخوا ساحه يې تر سهار پورې د امنيتي ځواکونو لخوا محاصره وه، په توره شپه کې سوله ضد شعارونه او بينرونه چا/چېرته/څه وخت او د چا په مصرف چاپ او چا د پوهنتون په ديوالونه را ځوړند کړل.

۴- هغه د کابل پوهنتون امنيتي پرسونل چې د وظيفوي غفلت په تور نيول شوي وو، ولې بدون له تحقيق او کروږنو پرته دامرالله صالح په امر خوشي شول.

۵- دا چې د کابل پوهنتون بريد مسئوليت داعش ډلې په غاړه واخست، ولې او په څه خاطر په طالبانو تپل کيږي.

که ستاسو په ياد وي څو مياشتې وړاندې طالبانو خبر ورکړ چې د کابل ادارې استخباراتو رياست په خپلو تشکيلاتو کې يو نوى مديريت رامنځته کړى چې هدف دعلماوو، پوهانو، قومي مخورو، استادانو، مدني فعالانو او نورو سياسي او جهادي مطرح کسانو له منځه وړل دي، نو بناءً ويلاى چې هغه مديريت نوى په فعاليت پيل کړى، چې مشري او طرح اندازي يې د امرالله په غاړه ده.

نو ځکه امرالله صالح مخکې له مخکې دداسې خبرو وړاندوېنه او په طالبانو د تپل هڅه کوي، تر څو ددوى د بريدونو او نويو طرحو عملي کولو لپاره ښه زمينه سازي وشي.

زه وايم امرالله صالح ته ځکه دپلازمينه کابل ښار امنيت ساتنې مسئوليت وسپارل شو، تر څو ارګ وکولاى شي دهغه په زريعه ځينې استخباراتي لوبې ترسره کړې، چې په کوثر کورس او کابل پوهنتون بريدونه يې د بېلګې په ډول ذکر کولاى شو، اوس دوهم هدف دادى ځينې مدني فعالان، سوله پال، مطرح، سياسي، جهادي، په دين او وطن مين اشخاص په نښه کړي او مسئوليت يې طالبانو ته راجع کړي، امرالله صالح ځکه ددې کار وټاکل شو چې هغه ددې ډول کړنو او افعالو د ترسره کولو مخکينۍ تجربه لري، ځکه هغه دېر وخت د استخباراتو رئيس پاتې شوى دى.

که ددې هدف لپاره نه وي ټاکل شوي، بيا نو څه ضرورت دى چې د کورنيو چارو وزير، دفاع وزير، ملي امنيت رئيس، ملي امنيت مشاور او زرګونه امنيتي او دفاعي ځواکونو په شتون کې د رئيس جمهور لومړى مرستيال د يوه ښار د امنيت ساتنې لپاره را وړاندې کيږي، که هغوى په خپلو دندو کې ناکام وي او ښار نشي ساتلاى نو بيا خو لازمه داسې ده چې هغوى تغير او تبديل شي او پر ځاى يې وړ او مناسب کسان راوستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx