نظــر

ځوان او راتلونکي نسل ته يو پيغام

شفيع اعظم اوريا خېل

آذربایجان اول ځان قوي کړ، بيا یې د ترکیې پڅیر قوي ملګری پیدا او له ارمنستان نه یې په وچ زور خپله خاوره نګورنو قره باغ وګټه.

موږ له پاکستان سره ورته قضيه لرو او په زور یې زموږ په قام او پلارني ټاټوبي پښتونخوا خېټه اچولې.

زموږ څو جرتکي کمونستان را پاڅېدل او پښتونستان ګټلو په پلمه یې روسانو سره يارانه پېل کړه.

خو موږ ولیدل چې د کرښې هاخوا پښتنو ګټلو په پار د روسانو استعمالولو پرځای دوی خپله د روسانو خدمت ته وقف شول.

يودم یې روسي پوځ سره په ګډه زرګونه خپل ښاري او کليوال افغانانو په وژلو پېل وکړ. مليونونه یې پردیو وطنونو ته مهاجر او سلګونه نورو هډونه یې زندان کې وراسته کړل. د پښتونستان او پښتونخوا داعیې په همدې سر کې سر وخوړ.

ورپسې له غربه څو جرلنډيان او داخل کې مجاهد نما له امریکا او ناټو سره د ستراتیژیکې انډيوالۍ دعوه پورته او د پنجاب ضد او لوی افغانستان په ننګ یې شعارونه سر کړل.

اخر مو دوی هم وليدل حې د هاغه بايللي وطن ګټلو پر ځای یې د همدې ناټو او نيويارک امنيت نيولو په پار خپل کليوال او د کلي جومات ملا او قاري سر ته د ټروريسټ په نوم سوکان ونيول.

سلګونه کورونه یې په لويو بم غورځونکو الوتکو د زمکې له سره پوپناه کړل. زرګونه افغانان یې ګوانتانامو، باګرام او څرخي پله زندان کې شکنجه او په ژوندوني بار بار و وژل.

د ټروريزم په نوم یې يو مسخره انډوخر په وطن کې روان او خپل قام یې په جبر او فساد د ځان خلاف کړ.
اخر د کار يعنې نولس کاله پس د تور پنجاب په خوښه له ډيورنډ کرښې اغزن دیوال تېر او ابد لپاره د پنجاب نيمګړی ارمان پوره شو.

ځوانه!
موږ ته په دې سيمه او نړۍ کې د يوه سيال ملګري پیدا کول ضروري دي، خو دا انډيوالي بايد د خره او زمري يارانه نه؛ بلکې د دوه سيالو ملتونو يوه سياله ملګرتيا وي.

داسې يو ملګری چې موږ یې پر مټ ځان د شريرو ګاونډيو منځ کې خوندي احساس کړو. د دوی د مرستو پر مټ خپل اقتصاد او ګاونډیو هیوادونو ته وړيا تلونکې اوبه مهار کړو. وطن په اقتصادي، زیربنایي، روغتيايي او خدماتي ډول داسې ورغوو چې د کرښې هاخوا پښتانه خپله اغزن تار پورته او چيغه کړي چې موږ له خپل پلارني ټاټوبي افغانستان سره الحاق غواړو.

داسې ويښ ملت او ځوان نسل وروزو چې کله خپل سياستوال او چارواکي په غدر او خيانت و ويني نو هغوی ته چاپلوسي او ګنډلو پرځای سترګو کی سترګې واچوي او مجلس کې یې په سوک څپیړه رټلي کور ته وشړي.

داسې پوځ وروزو چې کله ورته جنرال او سر قومندان په خپل کلي او وطنوالو د اور او فاير امر وکړي، نو دی په
ډیر احترام ټوپک کېږدي او وردي وباسي چې سرقومندانه دا ټوپک مې د دې قام نجات او دفاع لپاره اخیستی نه دا چې ګولۍ یې د خپل قام په سينو کې سړي شي.

موږ به يو يا به نه يو، خو تر ځان کوچني ورونه، بچيان او ځوان نسل په همدې، مردانه، ملي او اسلامي روحيه روزل غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

امام خمینی فرمایی:خپل تعمری کردارته متوجه اوسۍ پرخپل ځان بروسه وکړۍ ولی چه هیڅوک ستاسوپه ښه نه درځی علماوودخود پرستۍ اوبی علمۍ څخه ځانونه وژغورۍ حضرت محمد ص اویارانوبه یی مسایل کتل اودهغو وحلولوته کمربسته وو. راسۍ چه دامام خمینی پرهدایت غوروکړوپاکستان غوندی خودپرسته اوناپوهه انسانان په تمامه دنیاکی نسته قدیرخان اټومی قوه ورجوړه کړه نن ترکیه اونوراسلامی ملکونه ددوستۍ خواهش ځنی کوی لاکن په دوی کی کم سیاسی لیډریاپوه نسته چه دنورودملګرۍ استفاده وکۍ قوم یی دلوږی مری هرڅوک چه یی دحکومت چوکۍ ترلاسه کی دملک ټوله هستی یی لندن اوسویس ته ځغلوی خپل ځانونه بایدقوی اومتحد کوستاد قوم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx