ادبي لیکني

پښـتو ادب ته د الحاج امام الدين ساپي نه ستړې کيدونکې هڅې

س، سيرت

د څلورو لسيزوراهيسې دتېرو کلونو په نسبت په پښتو ادب کې دکتابونو چاپ زيات شوى دى زما په نظر ددې دوه لاملونه دي يوداچې په ځوانو شاعرانوکې دخپلې خاورې وطن اوپښتو ادب سره مينه زياته شوه او بله داچې پښتانه دنړيوالو ادبياتو سره اشنا شول ځکه ېې دپښتو ادب پرمختګ ته مټې را ونغاړلې او له خپلو مشرانو اديبانو، شاعرانواومحقيقينوېې لارښوونې واخستې ، نه يواځې داچې ځوانو شاعرانو دپښتو ادب زيات کتابونه په نثر، تحقيق او نظم کې چاپ کړل بلکې زمونږ مشرانو شاعرانو او ادبپالو هم خپلې هڅې گړندۍ کړې.

هغه چاچې دقلم او کتاب سره مينه کړې وي، د ادب په ډګرکې يې خپله مبارزه کړې وي او ياېې دنورو قلموالو دمبارزې تاريخ لوستى وي هغه به دپښتو ادب ته دالحاج امام الدين ساپي له هلو ځلو او هراړخيزو قربانيو پوره خبروي او په دې به هم پوهه شوي وي چې څه ډول په غرب کې ميشت او دهوسا ژوند خاوند دخپل هېواد ، خاورې ، ولس او پښتو ادب سره يې بې کچه مينه ساتلې، ، پاللې او پۀ خپلو هراړخيزو قرباينو ېې پښتوادب خړوب کړى دى.

الحاج امام الدين ساپي هغه مهال د پښتو ادب په ډګر کې خدمت ته ملاتړلې او نه يواځې داچې پښتانه ېې پښتو ادب ته دقلم له ليارې هڅولي بلکې مالي او ځاني قرباني ېې ورکړې ده ، داسې قرباني چې هيڅ څوک ورته حاضرنه وو هر افغان چې دملتپال ، ولسپال او ادبپال ګوته ورته نيول کيده د پښتو کتابونو چاپول ېې نه په وس پوره وو او نه ېې ورته زړه ښه کاوه.

بس دځان او دخپلې کورنۍ لپاره به ېې فکر کاوه خو الحاج امام الدين ساپي سره دټولو ډول ډول ستونزو چې په مخې ېې پرتې وې ترنن ورځې پورې ېې د ټولو ستونزو ګاللو سره سره پښتوادب خدمت اوپراختيا ته په په پوره ميړانه اوږه ورکړې ده.

الحاج امام الدين ساپي نه يواځې داچې خپله ېې دپښتوادب پاللو ته اوږه ورکړې ده بلکې نوروپښتنوته ېې هم دپښتوادب خدمت ته ليار برابره کړې ده چې ښکاره بېلګه ېې په پيښورکې د ساپي پښتو څيړنو اوپراختيا مرکز له خدمتونو څرګنديږي.

دهرافغان سره دخپلې خاورې ، هېواد او ولس ته دقربانيو فکروي خو په عمل کې ېې دځينو ستونزو يا قوي عزم نه لرلو له امله عمل پرې نه وي کړې، الحاج امام الدين ساپي پښتوادب ته لکه دمخه مو چې وويل سره دټولو ستونزو چې په مخکې ېې پرتې وي او دي پښتوادب پاللى ، پالي او هوډ ېې کړى دى چې په پاللو به ېې خپل هېواد، خاورې، ولس اوپه تيره بيا پښتون ملت ته د زړه له تله خدمت ته ملاتړلې ده ، پښتون ملت سره په زړه کې دومره بې کچه مينه لري چې په هرحالت او مالي ستونزو کې خپل هوډ ته وفاداري ښېې.

الحاج امام الدين ساپي په خپل نوي چاپ شوي کتاب ( دطالبانو سره زما اړيکې د ستمبر له يوولسمې دسولې ترمذاکراتو) کې هرڅه روښانه کړيدي خپله ېې ليکلي چې د طالبانو سره زما اړيکې د پښتو اوپښتنو ته د خدمت او پاللو پربنسټ ولاړې دى ، هغه کسان چې امام الدين ساپي پښتوادب ته له خدمتونو خبروي په دې پوهيږي چې پښتو او پښتنو ته خدمت کول ، پالل او په مالي قربانيو ېې د نورو سره سيالي ساتل څه اسان خبره نه ده ، خو پوره او کره معلومات به دپښتوادب پتنګانوته هغه وخت په لاس ورشي چې نوى چاپ شوى کتاب چې دمخه ېې يادونه وشوه په پوره غورسره وګوري بيا بۀ ورته هغه څه څرګند شي چې بهر ميشتو افغانانو څه وکړل ؟ څه کوي؟ څه به وکړي؟ او الحاج امام الدين ساپى په څه ډول پښتواو پښتنو ته خدمت ژوندي ساتي.

الحاج امام الدين ساپى نورو ژبو او د نورو ژبو ادبياتو ته په پوره درناوي او دکامل احترام سره سره پښتو ادب پرمختګ ته خپل ژوند وقف کړى دى.

په همدې موخه ېې په پيښورکې دساپي پښتو څيړنو اوپراختيا مرکزي جوړکړى دى، په سلگونه ټوکه کتابونه يې چاپ کړي دي او چاپوي ېې، دپښتوادب د پرمختګ اوپراختيا لپاره ېې قلمي مبارزه ترهرچا ژوندۍ او تانده ساتلې ده داسې وخت ؤ چې دطالب نوم به چانه شو اخستلاې خوالحاج امام الدين ساپي ورسره خپل پښتون ملت او پښتوژبې د دوي او پرمختګ لپاره اړيکې دومره نږدي کړيدي وې چې طالب او غير طالب ېې پښتوادب لپاره په خدمتونو اعتراف کړى دي او کوي ېې.

زه که هرڅود الحاج امام الدين ساپي په اړه پښتو ادب ته دکړو خدمتونو يادونه وکړم بياهم زما غوندې انسان قلم ترې عاجز دى غوره داده چې د الحاج امام الدين ساپي تازه چاپ شوې کتاب په پوره توګه وګورئ بيا به درته څرګنده شي چې پښتوته ادب کوم ډول قربانيو او کوم ډول اشخاصو اړتيا لري خو هغه څه چې دالحاج امام الدين ساپي په زړه کې دي له ليکنو ېې داڅرګنديږي چې په خپل ګران هېواد افغانستان کې ېې سوچه اسلامي نظام او کامله ازادي ستر ارمان دې اوبس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx