افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکایي سناتور: پنټاګان کې وروستي بدلونونه د بهرنیو جګړو د پای ته رسولو په موخه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په دفاع وزارت کې پراخ بدلونونه راوستلي او په تېرو څلورو ورځو کې يې څلور تنه لوړ پوړي پوځي چارواکي له دندو ګوښه کړي؛ د امریکا د سنا جرګې غړی «رانډ پال» وايي، دا بدلونونه ددې لپاره دي چې ټرمپ غواړي داسې څوک ومومي کوم چې له نوموړي سره د بهرنیو جګړو په پای ته رسولو کې مرسته کولای شي.

په تېرو څلورو ورځو کې د امریکا ولسمشر د دفاع وزیر او د پوځ د استخباراتو د رییس په ګډون څلور لوړ رتبه نظامي چارواکي له دندې ګوښه کړي او په ځای یې داسې کسان ټاکلي چې نوموړي ته نږدې او د افغانستان د جګړې سرسخت مخالفین پاتې شوي.

د امریکا د دفاع وزیر تر ګوښه کېدو وروسته تېره ورځ ټرمپ د پنټاګان د پالیسۍ جوړونې مشر هم له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې «جنرال مېک ګریګور» وټاکه.

رانډپال د ګریګور د ټاکنې په تړاو پر ټويټر لیکلي «زه ډېر خوښ یم چې ولسمشر ټرمپ زما ملګري میک ګریګور په پنټاګان کې وټاکه او له هغه یې وغوښتل چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې ورسره مرسته وکړي. دا او په پنټاګان کې نور بدلونونه په دې موخه دي چې ټرمپ غواړي سم خلګ ومومي تر څو د نه پای ته رسېدونکو جګړو په ختمولو کې مرسته وکړي.»

رانډپال ددې تر څنګ زیاته کړې، چې ټرمپ تر ټولو ستر «آمر» دی او کله چې هغه له افغانستانه د عسکرو را ایستل وغواړي، په وړاندې يې ټول جوابونه باید «سمه ده» وي.

د امریکایي سناتور له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې امریکایي رسنۍ وایي، ټرمپ په دفاع وزارت کې پراخ بدلونونه په دې موخه راوستلي تر څو وکولای شي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

د ټرمپ  له لوري ګوښه کړل شویو چارواکو له نوموړي سره د افغانستان د جګړې په اړه اختلاف درلود او د نوي کال تر پیلېدو د ټولو عسکرو د ایستلو پلوي نه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

په پښتوکی متل دۍ وایی چه څراغ مړنکی ویل یی (پوها) ول مړدی کۍ بیایی خوله پرله ونیوله ویل یی (اوم) اوس چه قدرت یی پای ته ورسید اوسبب یی هم دغه جنګونه اوظلمونه دی چه دالله له طرفه یی دقدرته لیری او ظلیله کۍ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx