روغتیا

ایا کافي څښل ګټور دي؟ د ساینسي څیړنو «۷» پایلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې کافيین د رواني اغیز لپاره تر ټولو ډیره کارول شوې ماده ګڼل کیږي، خو په دې اړه دوه ډلې دي چې یوه یې د استعمال ګټې او بل یې د خطراتو څخه خبرداری ورکوي.

په عام ډول خلک په سهار وخت کې کافي څښي تر څو یې خوب وتښتوي او مزاج یې ښه کړي، چې په دې سره پرې عادي شي، خو په دې اړه ځینې کارپوهان اندېښنې ښيي.

مګر د (Science Alert) ویبپاڼې څرګنده کړې، د کافي په اړه یو شمېر څيړنې په ګوته کوي چې دا څښاک هغومره خراب نه دي څومره چې دې خبرې ته وده ورکول کیږي، دوی سپارښتنه کوي چې دغه څښاک ډیرې روغتیايي ګټې لري.

دغې سرچینې د کافي ۷ داسې ګټې څرګندې کړي چې په ساینسي حقیقت بنا دي، دغه ګټې په لاندې ډول دي:

د ځیګر روغتیا: یوې څیړنې موندلې چې په ورځ کې یوه پياله کافي څښل د سیرس (ځیګر له منځه تلل) ناروغۍ خطر ۲۲ سلنه کموي.

زړه ناروغي: د ۲۰۰ څیړنو یوې لنډمهالې بیاکتنې په خپلو پایلو کې ویلي چې د ورځې ۳ یا ۴ پیالې کافي څښل د زړه ناروغۍ له کبله د مړینې کچه ۱۹ سلنه ټيټوي.

د شکر دوهم ډول: هره ورځ یوه پیاله کافي څښل د شکر ناروغۍ دوهم ډول ۷ سلنه کموي.

سرطان: د ساینس الرټ ویبپاڼې ویلي، هغه کسان چې په ورځ کې لږ تر لږه ۳ پیالې کافي څښي، په دوی کې د سرطان خطر کچه ۱۸ سلنه ټيټيږي.

الزایمر: په منظم ډول په کافي څښونکو کې د الزایمر ناروغۍ خطر، ډیمنشیا، او د معرفت کمېدو یا تمرکز له منځه تلو خطر په پراخ ډول کمیږي.

د مړینې کچه: یوې لویې څيړنې چې ۵۰۰ زره کسان په کې شامل وو موندلې، هغه کسان چې د ورځې ۳ پيالې یا له دې زیاته کافي څښي، په دوی کې د مړینې کچه د نورو په نسبت ۱۲ سلنه ټيټیږي، دغه راز په ښځو کې د مړینې کچه ۷ سلنه ټيټه وي.

فشار یا خپګان: په اونۍ کې لږ تر لږه یوه پياله کافي څښل د ژور خپګان کچه ۱۵ سلنه ټيټوي.

ددې ټولو ګټو سربېره څيړونکي ټينګار کوي چې د وړاندیز شوي اندازې یا ۴۰۰ ګرامه څخه زیاته کافي څښل بدن ته زیان رسولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx