
د افغان پریمیئر لیګ (APL) سیالۍ د راتلونکې کال په مارچ میاشت کې ترسره کیږي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان پریمیئر لیګ دوهم پړاو سیالۍ به د راتلونکې ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې ترسره شي.
کرکټ بورډ دا اعلان په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ یې د افغانستان ملي رادیو تلویزون سره د راتلونکو لسو کالونو لپاره د افغانستان شل اوریزو غوره لیګ لپاره د عمومي تنظیمونکي هوکړه لیک لاسلیک کړ.
کرکټ بورډ د یاد لیګ پېلولو په اړه پر خپله فیسبوکپاڼه پر یوه کوچني پوسټ کې ویلي: «د افغانستان شل اوريز غوره ليګ دويم پړاو سيالۍ به د راتلونکي ۲۰۲۱ز کال په مارچ مياشت کې د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډيو ټلويزيون په ګډې همکارۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي».
د افغانستان پریمیئر لیګ (APL) په لومړي وار په ۲۰۱۸م کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دغه لیګ شفاف ونه بلل شو، او کرکټ بورډ په دې تړاو پر یو شمېر کارکوونکو د درغلۍ تور پورې او له دندو ګوښه کړل.
دغه راز د سنکسرز هندي شرکت چې د افغانستان پریمیئر لیګ ۷ کلن تړون یې ترلاسه کړی و، هغه مهال خپل تړون لغوه او پر دغه لیګ یې د ناشفافیت له کبله د انګلستان پر یوه محکمه کې دوسیه جمع کړه.
خو اوس کرکټ بورډ ادعا کوي چې د کرکټ نړیوالې شورا icc لخوا د دغه لیګ لومړی پړاو شفاف بلل شوی او د بیا ترسره کولو اجازه یې ورکړې ده.