افغانستان

خوست: ځانګړو ځواکونو يو زده کوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): ځانګړو ځواکونويو ځل بيا په خوست ولایت کې يو تن زده کوونکی له موټر نه ښکته کړی او وژلی يې دی.

راپورونه وايي چې ځانګړو ځواکونو د خوست ولايت عليشرو ولسوالۍ په چرګوټي سيمه کې د سيد کريم زیار په نامه دغه زده کوونکی له موټر څخه راښکته کړی او په ډزو يې وژلی دی.

سيد کريم زيار د خوست صبريو ولسوالۍ د ډنډ فقيران سيمې اوسېدونکې و چې تېر کال له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی و او د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو تابيا يې نيوله.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ځانګړو ځواکونو له لوري د ځوانانو، زده کوونکو او د ديني زده کړو د طالبانو وژنې زياتې شوي دي.

نږدې يوه مياشت وړاندې هم په خوست ولايت کې يو تن د مدرسې استاد د ځانګړو ځواکونو له لوري په خپل کور کې وژل شوی و.

همدا راز نږدې يوه اوونۍ وړاندې هم ځانګړو ځواکونو په خوست ولايت کې يو انجينر او يو مستري هم وژلي وو.

د تېرې شنبې په ورځ (۱۷ لړم) هم ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د اسد ارمان په نامه يو تن محصل په خپل کور کې وژلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x