افغانستان

کابل ـ پغمان: د ارغندي چوک په تلاشۍ پوستې د موټربم درنه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ په ارغندي چوک سیمه کې د پوځ د تلاشۍ پر یوې پوستې موټربم چاودنه کې یو شمېر عسکرو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه نن سهار وختي(۶ بجې) د کابل ـ کندهار پر لویه لار د پغمان ولسوالۍ په ارغندي چوک سیمه کې د لویې لارې د محافظت پر کنډک شوې، چې له امله یې د انساني تلفاتو ترڅنګ په دغه کندک کې ولاړ ګڼ شمېر پوځي وسایط هم زیانمن شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، برید د موټربم په واسطه ترسره شوی، چې له امله یې ۲ عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د عیني شاهدانو په خبره چاودنه دومره زوروره وه چې آن د پغمان ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو او میدان وردګو ولایت کې یې هم غږ اورېدل شوی دی.

په ورته مهال یوې بلي امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې ښايي د تلفاتو شمېره تردې هم زیاته شي، ځکه یو شمېر عسکر لاهم د کنډک تر نړېدلو اطاقونو لاندې ایسار پاتې دي.

هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، لیدل کیږي چې یو ویجاړ شوي ټانګونه او وسایط د کنډک دننه خواره واره پراته دي او یو ټپي عسکر ورته حیران ولاړ دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو زیاتېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د دولتي عسکرو په مرکزونو او قرارګاوو موټربم حملو هم زور اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیا هلته څومره د خلکو بیروبار وی، ډیر بیګناه خلک به پکی قتل عام شوی وی. زه ځانمرګی د ټولو بد عمل ګڼم ډیر ناځوامردانه عمل دی الله د مونږه مسلمانان تر وساتی. ځان وژونکی تر ابده د دوزخ په اور کی یی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx