نړۍ

کراچي: د وسلوالو په ډزو کې ۵ تنه پولیس مړه او تر څلویښتو زیات ټپیان شول

karachi_police_injuredنن ټکی آسیا: د کراچي ښار د کورنګي په سیمه کې د ډلو تر منځ د نښتي په جریان کې د پولیسو پر موټر باندي ډزي شوي، چي له کبله يې د پولیسو څخه ۵ تنه عسکر وژل شوي، او تر ۴۰ زیات پولیس ټپيان شوي دي.

د تفصیلاتو سره ویل کیږي چي دغه پولیس د کورنګي په سیمه کې د چکرا ګوټ په شاوخوا کې هغه وخت تر برید لاندي راغله کله چي دوی غوښتل په سیمه کې د وسلوالو په ضد عملیات تر سره کړي.

ویل کیږي پولیس په ساده کالو کې په بس کې سپاره وه، او کله وسلوال پوه سول چي عام خلک نه پولیس دي، او د عملیاتو لپاره را روان دي، نو يې د څلورو خواوو پرې ډزي شروع کړې.

باید وویل شي چي د تیرو درو ورځو راهیسي په کراچي کې یو وار بیا امنیتي وضعه ډیره خرابه شوې ده او تر اوسه په دغو پيښو کې تر ۹۰ زیات کسان وژل شوي دي، چي اکثره يې عام خلک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x