افغانستان

طالبان وايي، کندوز کې یې د دولتي عسکرو یو «توپچي کنډک» ویجاړ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي عسکرو د هغه توپچي کنډک د ویجاړولو خبر ورکړی، چې د ملکي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو یې ډیسي توپونه او هاوانونه ویشتل.

د طالبانو ویاند ذبـــــــــــــیح الله مجـــــــــــــــاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې تیره شپه یې د امام صاحب ولسوالۍ په بالا حصار کې د دولتي عسکرو د «ثقیله وسلو» د مرکز ویجاړولو ترڅنګ مقاومت کوونکو عسکرو سره نښته کې ۱۷ دولتي عسکر وژلي، ۱۰ ټپيان او څلور تنه نور یې اسیران کړي دي.

مجــــــــــاهد داسې لیکلي: « تیره شپه د کندز امام صاحب ولسوالۍ بالاحصار کې د دښمن د ثقیله ټولي هغه مرکز چې په اولسي خلکو یې توپونه ویشتل، له منځه یوړل شو. ۱۷ عسکر قتل، ۱۰ نور ژوبل او ۴ تنه ژوندي ونیول شول. همداډول ۴ ټانګونه، ۱موټر او۲ توپونه له منځه لاړل، ډيره وسله او مهمات ترې راوړل شول.»

که څه هم د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي دغه پېښه تاییدوي؛ خو زیاتوي چې یاده قرارګاه اوس د دولتي عسکرو په ولکه کې دی.

طالبان په داسې مهال د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو یو توپچي کنډک له منځه وړي چې تیره میاشت یې پر ټولو هغو دولتي مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو څخه چې دولتي عسکر د خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو هاوانونه او توپونه توغوي.

د تیرې یوې میاشتې په جریان کې طالبانو په نیمروز، هلمند، کندهار او یو شمېر نورو ولایاتو کې هم د دولتي عسکرو د یو شمېر داسې قرارګاوو د سقوط خبر ورکړی وو، چې ددوی په خبره د ملکي خلکو کورونه یې په توپونو او هاواونونو ویشتل او ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x