افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: د بايډن له ټاکل کېدو وروسته به هم سوله د امریکا لپاره لومړیتوب وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان د سولې پر پروسه کوم ځانګړی اغېز نه لري او که بایډن بریالی هم شي، بیا به هم سوله د متحده ایالاتو په لومړیتوبونو کې وي.

عبدالله دغه څرګندونې نن په هرات ښار کې رسنیو ته وکړې.

نوموړي وویل، چې د بایډن له بریا وروسته به هم سوله د متحده ایالاتو په لومړیتوبونو کې وي او واشنګټن به له دې پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

عبدالله وړاندې زیاته کړه «د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، فکر کوم له سولې پروسې د امریکا ملاتړ دوام کوي، ښایي په دې پروسه کې څه ورو والی راشي، خو زه وینم چې سوله لا هم د امریکا په لومړیتوبونو کې ده او هغوی د لومړیتوب په سترګه  ورته ګوري.»

عبدالله چې د «هرات د امنیتي ناستو د لړۍ» په نهمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه هرات ته تللی وو؛ هلته یې په دوحه کې د سولې له روانو خبرو ناخوښي څرګنده کړې او په خبره يې، تر دې دمه د دوحې په مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

نوموړی ادعا لري چې د طالبانو د دریځ له امله په مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی او په خبره يې، دا چې طالبان انعطاف نه کوي له امله یې د سولې مذاکرات ټکني شوي.

د عبدالله په خبره، په دوحه کې خبرې لا هم روانې دي او ناستې دوام لري؛ خو  طالبان باید درک کړي چې یوازې د مذاکراتو له لوري اهدافو ته رسېدای شي.

د عبدلله له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو لا هم د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی؛ خو د هیواد په بېلابېلو برخو کې بیا د جګړې ګراف لوړ شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

عبدالله تر ټولو لوی غلام او د ډالرو د پاره د هر ډول شخصی او کورنی حرمت او عفت پلورنه هم صرفه نه کوی د همدی ډالرو او مقام د پاره یی خپل منلی امیر صاحب ( چه عبدالله ته یی اوسنی کاذب شخصیت هم ورکدړی وو ) هم وواژه . په هر صورت، غلامه اداره کی تر غنی وروسته د اینللو مار یعنی هوښیار او څو مخی شیطان دی د هماغه فاحشی خبره چه وایی [ ناسته یم د تاسره ، زړه می په کندو کی او قربان له بیرانه نه شم ] یعنی عبدالله د شرایطو له مخی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx