افغانستان

مصر کې د چورلکې نسکورېدو له امله ۸ امریکايي او فرانسوي پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د مصر په سیناء ولایت کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط پېښه کې د ۶ امریکایانو او یو فرانسوي په ګډون ۸ تنه بهرني پوځیان وژل شوي دي.

یوې اسرائیلي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې رسمي خبري آژانس ته ویلي، د وژل شوو ۸ کسانو له ډلې څخه  ۶ امریکايي، یو فرانسوي او یو بل هم د چیک جمهوریت عسکر دي، چې په سیناء ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت کولو.

سرچینې دا نه ده څرګنده کړې چې آیا دغه چورلکه په خپله نسکوره شوې او که له ځمکې څخه ویشتل شوې ده.

له ۱۹۸۱م کال څخه راپدېخوا د مصر په سیناء ولایت کې شاوخوا ۱۱۰۰ بهرني ځواکونه د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ماموریت په چوکاټ کې ددې لپاره ګزمې کوي، ترڅو له دغه ځایه اسرائیلو ته د اسلامپاله وسله والو د ورتګ مخنیوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx