
د ارزګان ستراتيژیکې ولسوالۍ«دهراود» سقوط کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د ارزګان ولایت دهراود ستراتيژیکې ولسوالۍ مرکز له سختو نښتو وروسته د طالبانو لاسونو ته لویدلی دی.
د ارزګان د ولایتي شورا پخواني رئیس او د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکي امان الله هوتکي رسنیو ته ویلي، د دولت د نه پاملرنې او د طالبانو د پرلپسې بریدونو پایله کې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د ملي امنیت مدیریت طالبانو نیولي.
که څه هم د ارزګان د والي ویاند احمدشاه سایل ادعا کوي چې د ولسوالۍ مرکز لاهم ددولتي عسکرو په ولکه کې دی؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بیا ددې ولسوالۍ د سقوط ترڅنګ ویلي، چې د ولسوالۍ په مرکز کې په زیاته پیمانه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ورغلي دي.
سرچینه زیاتوي، د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان جنرال خنجري له خپلو پولیسو او تازه دمو کمانډو عسکرو سره یوځای له ولسوالۍ څخه ۳ کیلو متره لرې د عسکرو یو مرکز ته تښتېدلي، چې هلته هم د طالبانو لخوا کلابند شوي دي.
د ارزګان ولایت دهراود ولسوالي چې تر ټولو ګڼ میشته او ستراتيژیکه ولسوالي بلل کیږي، د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ سره پر پوله پرته ده، له کومې ولسوالۍ څخه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکايي عسکرو په ملاتړ د طالبانو پرضد بغاوت پیل کړ کړی وو، چې وروسته بیا د همدغو ځواکونو په مرسته د مؤقتې ادارې مشر هم وګومارل شو.
طالبانو فکر کاوه چی کافرو سره توافق به د دی سبب شی لکه چی پنجشیریان له کابل څخه وتشتیدل همداسی به د غنی او عبدالله عبدالله عسکر هم تشتی خو هسی ونشول. دی څخه دا جوته کیږی چی طالبان هغه پخوانی قدر چی خلکو سره یی درلود اوس یی نلری نو ښه خبره داده چی باید اوربند وکړی چی د اوربند سره کولاشی خپل له لاسه تللی حیثیت بیرته احیا کړی. مجاهد به بیا وایی چی طالب پسی بد وایی داسی ډیر خلک اوس فکر کوی بد ویل ندی او نه هم ما ته چا دا صلاحیت راکړی چی چا… نور لوستل »