نظــر

نړيوالتوب (العولمة/Globalization)«وروستۍ برخه»

م. نورالله عزام

نړيوالتوب سره مقابله:

له تېر بحث څخه دا خبره په ډاګه شوه چې اوسنی نړيوالتوب د غرب له معاصر تمدن څخه سرچينه اخلي، هغه تمدن چې پر بې ديني او وضعي ارزښتونو ولاړ دی چې نه پر الله ايمان لري او نه پر نبيانو، نه د اخرت ورځ مني او نه هم پر نورو هغو مغيباتو ايمان لري چې له کتاب الله او سنت رسول څخه ثابت دي، دوی له خپلو بېلابېلو وسائلو څخه په استفاده د انسان د تېر استلو لپاره ټول امکانات په کار اچوي او په نړۍ کې يې مليونونه مسلمانان په شعوري او نا شعوري توګه تر اغېز لاندې راغلي او پر خپلو ديني ارزښتونو شکمن او متردد شوي دي، د همدې نړيوالتوب له امله ورځ تر بلې مسلمانان خپل اخلاقي او ديني ارزښتونه له لاسه ورکوي او د غرب له نړيوالتوب څخه تر اغېز لاندې راځي… خو د دې لپاره چې مسلمانان د غرب له اوسني نړيوالتوب څخه ځان وژغوري لومړی بايد دوه ټکي په پام کې ونيسي:

الف- د انساني تاريخ څخه په صريح او قاطع ډول ثابتيږي چې له يوې لاري څخه ټول بشريت مسخر کول او د يوه تمدن تر چتر لاندې ورته ژوند عيارول محال دي، ځکه دغه هڅه ددې لامل ګرځي چې په مختلفو ټولنو کې درځ رامنځ ته شي چې بيا په دې سره جګړې پېښيږي او همدا د الله تعالی قانون دي.

ب. په نړۍ کې له اسلام پرته نور اديان، تمدنونه او فرهنګونه له نړيوالتوب څخه کم تاثر اخلي، اسلامي فکر، اسلامي عقيده، اسلامي تمدن او اسلامي نړۍ چې تر اغېز لاندې راځي دا ځکه چې د امريکايي صهيوني نړيوالتوب اهم او لومړی مقصد د مسلمانانو او اسلامي نړۍ له منځه وړل دي، نو ځکه بايد د اسلامي فکر او اسلامي عقيدې په مټ د نړيوالتوب د مقابلې لپاره له مختلفو لارو، مختلفو جهتونو او د مختلفو اغراضو لپاره کار واخيستل شي. او د غربي نړيوالتوب د مقابلې لپاره ځيني مهمي لارښووني دلته را اخلو:

1.لومړی بايد مسلمانان له خپل دين څخه په کامله معنی ځان خبرکړي او د الله پر کتاب او د رسول الله پر حديثو منګولي ټينګي کړي، هغه دين چې الله تعالی زموږ لپاره غوره کړی دی، له همدې دين سره سم بايد خپل ژوند تنظيم کړو، خپل نسلونه وروز او د ژوند له حقائقو سره سم خپل ژوند عيار کړو، او دا خبره بايد په ذهن کې کينوو چې د عولمې د مقابلې لپاره يوازې دا کافي نده چې موږ د يوې جغرافيې مسلمانان يو بلکې د دې فتنې د مخنيوي لپاره بايد له هر ډول مشروع وسېلې څخه کار واخلو ځکه چې موږ د الله تعالی د دين مرسته وکړو نو الله به زموږ مرسته وکړي، الله تعالی فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ [سورة محمد:۷] ترجمه: اې مؤمنانو! كه تاسې د الله (ددين) مرسته وكړئ هغه به ستاسې مرسته وكړي او پښې به مو ټينګې كړي.

2 .له نوو افکارو سره په نوو پرمختللو تګلارو او د پوهي په نوي ميتود سره د کتاب الله او سنت رسول د لارښوونو سره سم دې د نړيوالتوب مقابله وشي ځکه چې وسپنه په وسپنه ماتيږي.

3.داسې کامله او شامله تګلاره دې غوره کړل شي چې له اسلامي فهم سره برابره وي او اسلامي عقيدې، شريعت، فکر او سلوک ته پکې پوره پاملرنه شوې وي، په همدې توګه دې غوره تمدن رامنځ ته کړل شي او له داسې اصولو، سليم عقل او قوي علمي فکر څخه دې استفاده وشي چې په پرمختګ ايمان ولري او هر کار د سبب او غايي د قانون له لاري پرمخ بوزي.

4.د اسلامي شريعت له مخې دې د عامو نړيوالو نظامونو او بنسټيزو کلي قوانينو څېړنه وشي او د شريعت له مقاصدو سره سم دې د عصر له مشکلاتو سره د ايسر د قاعدې پر اساس مقابله وشي نه د احوط قاعدې پر اساس، په همدې سره د غرب او يهودو د بنسټيزو او کلي نظرياتو مخه نيول کيږي.

5.په اسلامي نړۍ کې دې روان سياسي نظامونه له استبدادي نظامونو څخه شورايي بڼې ته واړول شي، له شخصي رايو څخه دې د ملت اجتماعي نظر ته د شريعت په چوکاټ کې ازادي ورکړل شي، د شخصي او حاکمو کورنيو له مصالحو څخه دې د ولس عامه مصالحو ته وکتل شي.

6.په کائناتو کې د سنن الهي علمي او موضوعي څېړنه کول، په هغو کې تدبر کول، او د نوي پرمختللي نړۍ په نوي اسلامي تمدن کې ورڅخه ګټه اخيستل، او دا هم څرګنده ده چې د غربي تمدن زياتره ارزښتونه اوس له سقوط سره مخ دي.

7د امريکايي صهيوني نړيوالتوب د فکري او فرهنګي جګړې مخنيوی کول، او د اسلامي فکر او عقيدې له پخواني منهج سره سم په ټولو هغو وسائلو ورباندې رد کول چې اعتماد پرې کيږي که له فکري پلوه وي که فرهنګي وي او که د ادبياتو له پلوه وي، هغه څۀ چې د اسلامي فکر سره د معارضې پر وخت ورڅخه کار اخيستل کيږي، او د اوسني عصر د پرمختللو وسائلو له لاري دې ورسره مقابله وشي، يوازې د رد او چوپ کولو نه بلکې بايد په وسائلو کې ابتکار او نوښت وشي او په داسې وسائلو ورسره مقابله وشي چې په اوسنۍ نړۍ کې ورڅخه کار اخيستل کيږي ترڅو د يو ستر او پرمختللي تمدن په توګه له دښمن سره مقابله وشي ( ).

8. مسلمانه کورنۍ له تباهي څخه ژغورل او مسلماني مېرمني ته د شريعت له لارښوونو سره سم د ژوند تېرولو ټول حقوق ورکول، او پر دې يې ډېر ترکيز کول چې د يوې مربي په توګه ژوند وکړي، او د مور، مېرمني او خور حقوق ورکول او د يوې مسؤلې په حيث د کورنۍ او ټولني په جوړونه کې ورته فعاله ونډه ورکول ځکه چې د ټولنې نيمايي برخه مېرمنې تشکيلوي، او مسلماني مېرمني د نړيوالتوب د اخطارونو او منفياتو څخه په ځان ساتلو او پوه کولو خبرول ترڅو دغرب له بد اخلاقه او تباه کوونکي فرهنګ څخه وژغورل شي.

9.د رسنيو ټول اورېدونکي او ليدونکي وسائل په ښه توګه په کار اچول او له همدې لاري د ځوانانو، نجونو، مېرمنو او اولادونو د تربيت د پاره ورڅخه کار اخيستل او په کورونو او جوماتونو کې د دوی د تربيې لپاره، د تقريرونو، محاضراتو او د جمعې په تقريرونو کې دغه ډول وسائل په کار اچول، ځوانان د يهودي نړيوالتوب له خطرونو او پلانونو خبرول او په رسنيو کې د غيراخلاقي شيانو د مخنيوي لپاره پراخه نشرات کول او د يوې قوي تربوي تګلاري له مخې د ځوانانو ديني تربيه کول( ).

10. دغربي ژبو پرځای بايد عربي ژبي ته وده ورکړل شي، خپله ژبه له غربي مؤثريت څخه پاکه وساتل شي او خارجي ژبي خصوصا انګريزي بايد محدوده کړل شي او له خارجي مصنوعاتو سره تر خپله وسه مقاطعه وشي.

11. د اسلامي خلافت د احيا لپاره بايد پوره کوښښ وشي او په مسلمانانوکي وطني، سېمه ايز او ژبني تعصبات له منځه يو وړل شي، که څۀ هم د مسلمانانو اوسني وضعيت او جغرافيوي حدودو ته په کتو پر يوه خليفه د مسلمانانو راټوليدل ګران کار دی خو که په نړيواله سطحه د اسلامي ايتلاف او سياسي وحدت لپاره کار وشي ښايي د مسلمانانو مهمي او اساسي ستونزي تر ډېره بريده حل شي.

12. په اسلامي هېوادونو کي بايد داسې علمي خوزښتونه رامنځ ته شي چي ولس په اعتماد کې واخلي او د اسلامي مفکورې لپاره کار وکړي.

13.په اقتصادي برخه کې د مسلمانانو يو ګډ نړيوال سوداګريز پلان نهايت ضروري دی ترڅو ټوله اسلامي نړۍ خود کفا شي او د غرب له اقتصادي پروژو څخه خوندي شي ځکه چې په اوسنۍ نړۍ کې د پرمختګ يو مهم اساس اقتصاد دی.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx