نظــر

ټرمپ اوس څه کولی شي؟

عزام مهاجر

په داسې حال کې چې ټرمپ د امریکا صدارتي انتخابات وبایلل؛ په متحده ایالتونو کې په پراخه کچه خلګو د نوي انتخابېدونکي ولسمشر جو بایډن هرکلی وکړ او د ټرمپ په ضد یې شعارونه پورته کړل چې نور یې د پاچاهۍ دوره ختمه ده، باید په سالمه توګه واک جوبایډن ته وسپاري. حتی د ټرمپ ښځې مانیلا ټرمپ هم له نوموړي غوښتنه وکړه چې باید په انتخاباتو کې خوړلې ماته ومني. په سنا کې ډیموکراتو سناتورانو ته جمهوري سناتوران پټې مبارکۍ ورکوي او غوښتنه ترې کوي چې انتخابېدونکي ولسمشر بایډن ته یې نېکې هیلې ورسوي. د امریکا مشهورو او لویو خبري سرچینو بایډن ګټونکی اعلان کړ او د نړۍ اکثرو ولسمشرانو هم بایډن ته د امریکا د انتخابېدونکي ولسمشر په حیث مبارکیانې ولېږلې، خو ټرمپ لا هم د انتخاباتو د ځینو نتائجو سره مخالفت ښیي او وایي چې په رایو کې په پراخه کچه درغلي شوې ده، که چیري غیرقانونې رایي وشمېرل شي نو ډیموکراتان ترې انتخابات غلا کولی شي خو په قانوني رایو کې دی پرې زیات دی. د دې تر څنګ د ټرمپ حمایه کوونکي یا جمهوریت پال هم په دې باور دي چې نتائج یې کاذب او غیرحقیقي دي. پوښتنه داده چې آیا په داسې حال کې به بیا هم ټرمپ ته ممکنه وي چې په محکمه کې دي د انتخاباتو په اړه پرېکړه وګټي؟ څومره وخت چې لا نور په سپینه ماڼۍ کې د تېرولو لري، په دې موده کې نوموړی څه کولی شي؟ او څه به وشي که نوموړی د واک له پرېښودلو څخه ډډه وکړي؟

د امریکا د متحده ایالتونو په تاریخ کې ولسمشرۍ ته کاندید هیڅ یو نفر هم تر اوسه پورې له منلو څخه انکار نه دی کړی. ریچرډ نیکسن سره د دې چې جان ایف کینیډي او ډیموکراتان یې د انتخاباتو په درغلۍ تورنول، هم د انتخاباتو نتائجو منلو ته سر ټیټ کړ او ویې ویل چې “کله پرېکړه وشي نو بیا لازمه ده چې د هغه چا تر شا یو مټ ودرېږو څوک چې انتخابیږي.” د ولسمشر مرستیال الګور هم پرېکړه ومنل چې جورج بوش په فلوریډا ایالت کې رایې وګټلې. خو ټرمپ یې نه پرېږدي او تر اوسه لا داسې څه شته چې نوموړی یې کولی شي. مثلا کله چې سخته مقابله د دوو نوماندانو تر منځ ترسره شي، نو یو کاندید د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه کولی شي او جورجیا ایالت دې کار ته آماده شوی هم دی. بیا ځل شمېرنه هغه مهال ګټوره ثابتېدلی شي چې د لسګونو یا سلګونو په شمېر په رایو کې تفاوت راغلی وي، خو هغه ایالتونه چې د ټرمپ او بایډن تر منځ پکې مقابله سخته وه، بایډن ترې د زرګونو رایو په شمېر مخته دی. د دې تصور هم ناممکن دی چې د رایو په بیا ځل شمېرنه کې دي ټرمپ له بایډن څخه دومره رایي بیرته واخلي چې نوموړي ته ګټه وکړي.

همداراز کله چې یو کاندید د رایو پر نظم او سمون اعتراض ولري نو په محکمه کې هم دعوه کولی شي. د ټرمپ کمپاین کوونکي ټیم په ډېرو ایالتونو کې د انتخاباتو پروسه په دې اړه ننګولې چې جمهوریت پال شک درلودونکي د رایي شمېرنې پروسې ته نږدې نه دې پرېښودل شوي او په انتخاباتو کې درغلي شوې ده. په میشیګن، جورجیا، ویسکانسن او اریزونا کې په محکمه کې دعوه کول ناکام شوي دي، خو بیا هم د ټرمپ وکیل جولیاني وایي چې دوئ به خپلو هڅو ته دوام ورکوي. نوموړی وایي چې موږ له دې حق څخه محروم کړل شوي یو تر څو وڅارو چې حتی یوه کارېدونکې رایه هم معقوله او سمه وه. زه په ډېر ټینګار سره درته وایم چې د دې انتخاباتو له ډېرو کمزوریانو څخه یوه همداده. د انتخاباتو لپاره د ټاکلې مودې او نقشې هدف دا وي چې دغه مقابله او مسابقه دوام پیدا نه کړي. په ډېرو ایالتونو کې د ډسمبر تر اتمې نېټې پورې شمېرنې پای ته رسیږي او د ډسمبر پر ۱۴مه له هر ایالت څخه انتخابېدونکي کسان راټولیږي او په انتخابي کالج کې د ولسمشر لپاره رایه اچونه کوي. خو دا چې له هغې نېټې مخکي بایډن کامیاب اعلان شو، ځکه چې هیله همداده چې دومره ډیموکراتان به نوموړي ته رایه ورکړي چې د ګټلو لپاره یې کافي وي. له دغې مودې او پروسو وروسته چې بیا ټرمپ هر څه هلې ځلې وکړي پر انتخاباتو او ولسمشر هیڅ تأثیر نه اچوي، له هغه وروسته بیا په علني توګه د ټرمپ منلو یا نه منلو ته اړتیا هم نشته بلکې اصول داسې دي چې په اتوماتیک ډول به واک هغه چاته انتقالیږي څوک چې د انتخابي کالج لخوا د رایو د کثرت پر اساس ټاکل کیږي، کله چې په امریکا کې د ۲۰۲۱م کال د جنوري د میاشتې د غرمې ۱۲:۰۰ بجې شي نو د سابقه ولسمشر ټول واک او تصرفات به پای مومي او له نوي ولسمشر څخه لوړه اخیستل کیږي.

خو که له دې هر څو پېښېدلو او له سلګونو کلونو را روانو او عملي شویو اصولو پرته هم ټرمپ د انتخاباتو له منلو او واک پرېښودلو څخه انکار وکړي، نو څه به کیږي؟
له هغه وروسته به ټرمپ په قانوني ډول د سپینې ماڼۍ په استعمال سره تېري ګر بلل کیږي، په داسې حال کې چې په امریکايي اساسي قانون کې سپینه ماڼۍ یو ډېر محفوظ ځای دی، برابره ده که یو څوک هلته مزدور وي او یا پخوانی ولسمشر وي، د مودې له ختمېدلو وروسته یې له سپينې ماڼۍ څخه بیا واک نه شي کولی او نه پکې پاتي کېدلی شي. خو ټرمپ لا تر اوسه لس اونۍ وخت په سپینه ماڼۍ کې لري چې په دې موده کې ډېر څه کېدلی شي. تر اوسه لا هر څه احکامات د نوموړي په لاس کې دي او هر ډول خارجه پالیسیانې ټاکلی شي. جورج بوش سینیر په خپلو وروستیو اونیو کې امریکایي ځواکونه سومالیا ته ولېږل او جیمي کارټر د ایران د یرغمال شوو بحران ختم کړ. ټرمپ هم له رازه ډک معلومات ښکاره کولی شي او د ولسمشر د عفوې د ځواک په استعمالولو له محبسونو څخه مجرمین ازادولی شي او که کومه محکمه روانه وي نهایي کولی یې شي. سره د دې چې د جمهوریت پالو پلوي کوونکي تلوېزون فاکس نیوز هم د ټرمپ د بایللو اعلان وکړ او د ټرمپ ځینو نږدې ملګرو د اسرائیلي ولسمشر نتنیاهو په ګډون بایډن ته د ولسمشرۍ مبارکي ورکړه، دا هیڅ هم په دې مانا نه دي چې ټرمپ د انتخاباتو د شفافیت لپاره هلې ځلې نه شي کولی او یا له خپل ولسمشریز واک څخه استفاده نه شي کولی، ځکه چې نوموړی لا د راروان کال د جنوري تر میاشتې پورې په قانوني او حقوقي توګه د امریکا ولسمشر دی. نوموړي هم له همدې خپل قدرت څخه په دې وروستیو کې استفاده وکړه او د امریکا وزیر دفاع یې بدل کړ او له هغې ټاکلې مودې مخکې یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونود ایستلو پرېکړه وکړه کومه موده چې یې د اسلامي امارت سره د ځواکونو د ایستلو په اړه ټاکلې وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx