نظــر

عسکرو! غني او محب به خپلو اخښیانو ته پناه یوسي، تاسو چېرته ځی؟

م. نعمت الله سابق

که د کابل اداره سقوط وکړي نو اشرف غني به په واشنګټن او حمدالله محب به په لندن کي خپلي خسرګنۍ او اخښیانو ته پناه یوسي، امرالله صالح، عبدالله عبدالله او عطاء نور به په نوي ډیلي کي تر خپلو ماڼیو ځانونه ورسوي، مارشال دوستم او نژدې ګلم جم به یې ترکیې ته پښې سپکي کړي، جنرال تادین او ملګرو یې د جنرال عبدالرازق په ژوند کي په دوبۍ کي خپلو ځانونو ته کورونه جوړ کړي او اکثره وخت هلته اوسیږي…

نو عسکرو تاسو چېرته ځی؟!
غني، امرالله صالح او د ارګ د ګوتو په شمېر د سیمیټي دیوالونو شاته پټ د غرب څخه د یوې بکسې سره راغلي چارواکي ستاسو د ژوند په کوم ارزښت پوهیږي؟ دوی هم تاسي وژني او هم په تاسو باندي ولس وژني، خپلو شومو اهدافو ته د رسیدلو لپاره اوس نه د پوهنتون د محصل ژوند اهمیت ورته لري او نه هم د هغه ژورنالیستانو ژوند چي رښتیني راپورونه ورکوي، د مدرسې د طالب ژوند خو دا ۱۹ کاله ددوی او سیکولرانو په کتاب روا و او باید ټول وژل سوي وای.

د ۲۰۱۳م کال څخه د ارګ واکداران یو په بل پسي د سولي په مخ کي خنډونه رامینځته کوي، دوی نه دا چي ستاسو ژوند نه سي ژغورلای بلکه برعکس غواړي ستاسو وژلو ته زمینه مساعده کړي، د دوحې د تړون وروسته پنځه زره بندیان د لسو ورځو پر ځای په پنځو میاشتو کي خوشي سول او اوس چي بین الافغاني مذاکرات پیل سوي په یوه او بله بهانه خنډونه رامینځته کوي او نه غواړي دغه پروسه پرمخ ولاړه سي، دې ته په طمعه دي چي جو بایډن به دغه تړون لغوه او یو ځل بیا د افغانانو وینو تویولو ته په پراخه کچه لار هواره سي.

پرون امرالله صالح وویل چي موږ د طالبانو او امریکا تړون نه منو، خو دی په دې نه پوهیږي چي د امریکا زور نه وای تا به اوس د ارګ څخه د افغانانو د وژلو پلانونه نه پلي کولای بلکه یوبل ځای به دي پټاټې یا شلغم خرڅولای، اوس چي د امریکا د بي-۵۲ او ډرون مرسته درسره ده تاسو د ارګ د سیمیټي دیوالونو تر شا پټ یاست، چي دغه ملاتړ هم درڅخه لیري سي ایا تاسو به یوه میاشت پوره مقاومت وکړای سی؟

طالبانو د پنځلس ورځو په اوږدو کي د هلمند نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالۍ د لښکرګاه ښار د څلورمي حوزې په شمول ونیول، په کندهار ولایت کي یې د ژړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو په شمول د ډنډ ولسوالۍ ځیني سیمي ولکه کړې، د روزګان ولایت د دهراوت او ګیزاب ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته سقوط سوې، نو ایا دا امکان لري چي دغه سیمي دي یوځل بیا د کابل اداره په زور ونیسي؟ د کابل اداره هیڅکله نسي کولای چي دغه سیمي بیرته لاندي کړي، دغه سیمي هغه وخت د طالبانو د لاسه ووتلې چي دلته یوازي یو لک او لس زره امریکايي ځواکونه موجود وه؛ د ناټو ځواکونو او قراردادیانو ماسیوا.

عسکرو! تاسو ددې وطن بچي یاست او همدغه ستاسو وطن دی، د غني، امرالله صالح، عبدالله عبدالله او نورو په څېر امکانات نه لری چي تر غربه ځانونه ورسوی، تاسو ددې پر ځای چي د طالبانو سره مقاومت وکړی باید بېله مقاومته تسلیم سئ، تاسو ولیدل چي په کندهار ولایت کي طالبانو د عسکرو سره څومره ښه سلوک وکړ او په یوه ورځ یې ۹۰ تنه ازاد کړل، طالبان ددې هیواد استقلال غواړي او د همدغه هدف لپاره مبارزه کوي؛ نه ستاسو د وژلو، ربړولو او د کورونو څخه د ورکولو لپاره.

ستاسو اینده په همدې هیواد کي ده او باید د خپلي ایندې په اړه ژور فکر وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

محترم سابق صاحب! لکه څرنګه چی حضرت رسول کریم (ص) د مکی د فتحی په ورځ ټولو مشرکینو ته عمومی عفو اعلان کړل. همدا ډول د طالبانو مشر محترم اخندزاده و ټولو دولتی ملکی او نظامی منسوبین ته عمومی عفو اعلان کړی ده. نو دغه منسوبین کولای سی چی د دغه عمومی عفو څخه استفاده وکی، او ځانونه تسلیم کی.

عبدالله

طالب اگر میخواهد که افغانستان باز تباه شود خو به امین رقم ادامه بدهد امرالله صالح در همین افغانستان بود و در مقابل طالبان و پاکستانی ها جنگ میکرد و در آینده هم خواهد کرد چرا نزن تبلیغات بی جای را ببان مثل امرالله و همفکر هایش میلیون دانه خو استند در افغانستان اگر اوضاع مثل سابق شد که طالب بخواهد که تاک های مردم را بسوزاند باز هست در هر خانه یک مرد جنگی و زن جنگی که از منطقه خود دفاع کند.

عبدالله

ډیر پر ځای نصیحت دی خو کاشکی له فکر څخه کار اخستلی وی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx