واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

خلیلزاد او ترکي مقاماتو څه سره وویل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولي لپاره د متحده ایالاتو خاص استازی زلمی خلیلزاد د نومبر له ۱۱ څخه بیا تر ۱۳ پوري په انقرې کي د ترکیې د خارجه وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولي په اړه خبري او ملاقاتونه درلودل.

خلیلزاد له ترکیې څخه مننه وکړه چي د افغانستان د سولي په پروسه کي يې اوږد مهاله تعهد ښودلی دی. هغه دغه راز ترکي مقاماتو ته د سولي د روان بهیر په اړه معلومات هم ورکړ.

خلیلزاد او ترکي مقامات پدې همنظره ول چي په افغانستان کي همدااوس د تشدد کچه نهایت جګه ده، او بین المللي ټولنه له ټولو طرفونو څخه غواړي چي د روان تشدد او مرګ ژوبلي د دایمي ختمولو لپاره لاري چاري پیدا کړي. او سمدستي تشدد راکم کړي.

خلیلزاد او ترکي مقاماتو دغه راز پر دې هم خبري وکړي چي څرنګه ترکیه، البته د نړیوالي ټولني په همکاري، دواړه افغان خواوي دېته وهڅوي چي د افغان جنګ د ختمولو لپاره خپلي هلي ځلي او مذاکرات لا چټک کاندي. 

په پای کي، خلیلزاد او ترکي چارواکو پر دې مسلې باندي هم خبري وکړي چي په افغانستان کي د سولي تر ټینګېدو راوروسته به په سیمه کي اقتصادي فرصتونه لا زیات سي، او افغانستان به د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، او نورو سیمو سره وصل کاندي. 

منبع: په ترکیې کي د امریکا سفارت

تاریخ: نومبر ۱۳، ۲۰۲۰ 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

خلیلزادښه پوهیږی چه دتشددمنبع داشرفغنی جاهل حکومت اوپرخپل ملت ظلمونه دی دخپل پوهنتون محصلین یی په څه بی رحمۍ ووژل ترهرچاخلیلزادښه پوهیږی ټول قوت دناټوسره دۍخلیلزادیی عمده نماینده دۍ بایدغنی او حکومت دی ته مجبورکی چه له حکومته استعفاوکی اوښه متقی څوک پرموقتی حکومت وګماری که دۍ خپله کمونسټ اولادینه نوی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx