افغانستان

د عمران خان سلاکار د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): په سوداګریزو چارو او پانګونه کې د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» سلاکار «عبدالرزاق داوود» په دوه ورځني سفر کابل ته راځي.

په کابل کې د پاکستان سفیر «منصور احمد خان» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې رزاق داوود د روانې میلادي میاشتې له ۱۶-۱۸ نېټې پورې کابل ته سفر کوي، چې تمه ده ورسره جوخت د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګې اچونې په برخه کې د پام وړ پراختیا رامنځته شي.

منصور که څه هم نه واضح کړې نه ده، چې د عمران خان سلاکار د چا په بلنه کابل ته راځي؛ خو دغه سفر داسې مهال دی، چې د کابل-اسلام اباد تر منځ د سوداګرۍ کچه راټيټه شوې او زیاتره وخت افغان سوداګر شکایت کوي، چې پاکستاني لوری یې موټرونو ته اجازه نه ورکوي او یا یې هم ځنډوي.

تر دې وړاندې هم کله چې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» پاکستان ته تللی و، هلته پاکستاني چارواکو د نورو ژمنو تر څنګ ورسره ژمنه کړې وه، چې د افغان سوداګرو ستونزو ته به پام کوي او د دواړو هیوادونو تر منځ به د سوداګرۍ کچه لوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx