
د دهراود ولسوالۍ سقوط: اشرف غني د یادې ولسوالۍ د کمانډو ځواکونو قوماندان ستایلی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تر اوږدې محاصرې وروسته طالبانو د روزګان ولایت «دهراود» ولسوالۍ ته سقوط ورکړی؛ اشرف غني په یاده ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د ټولي له یو تن قوماندان «تورن کبیرجان» سره خبرې کړې او د عسکرو زړورتیا یې ستایلې.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني مکالمه کې اشرف غني د دولتي ځواکونو «مېړانه» وستایله او هغوی يې د عامه تاسیساتو او ملي شتمنیو ساتونکي وبلل.
اشرف غني ددې تر څنګ کمانډو ځواکونه د زړورتیا نمونې بللي، چې دده په خبره، تل یې «دښمن ته ماته ورکړې.»
د اشرف غني له لوري د دهراود ولسوالۍ د کمانډو ځواکونو قوماندان داسې مهال ستایل کېږي، چې نن سهار له اوږدې محاصرې وروسته طالبانو له یادې ولسوالۍ څخه دولتي ځواکونه په شا وتمبول او د امنیه قوماندانۍ او مرکز په ګډون يې ټولې ساحې تر واک لاندې راوستې.
که څه هم د روزګان د والي ویاند «احمدشاه سایل» ادعا کوي چې د ولسوالۍ مرکز لا هم د عسکرو په لاس کې دی؛ خو هلته مېشت نور امنیتي چارواکي بیا د ولسوالۍ سقوط مني او زیاتوي، چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته لوېدلي.
دهراود کې مېشت د روزګان د ولایتي شورا پخواني رییس « امان الله هوتکي» هم رسنیو ته ویلي، د دولت د نه پاملرنې او د طالبانو د پرلپسې بریدونو پایله کې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د ملي امنیت مدیریت طالبانو نیولي.
شاباس بګیله! دبګیلانو ستاینه کوه چی یو څو ورځی دی ژوند اوږد سی.