نظــر

الیاس داعي څوک و، چا او ولي وواژه؟

سیدسعید(اغاجان)

الیاس داعي  په جنوب غرب حوزه کې  د هیواد په کچه یو نوموتی او مشهور خبریال وو چي په هلمند کې یې د ازادۍ راډیو  د خبریالۍ دنده مخته وړله .

داعي د محمد زوی وو چي له نن څخه  ٣٣ کاله وړاندې یې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه‌انجیر کلي  کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

داعي خپلې ابتدایه زدکړي دخپل کلي په مسجد او د چاه‌انجیر په عالي لیسه کې راپیل کړې ،  خو دیني زدکړي ترې پاتې او د ابتدایه عصري زدکړو په برخه کې د  چاه انجیر له عالي لیسې فارغ او وروسته یې د هلمند  په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګي زده‌کړي وکړې؛ خو دا یې پای ونه باله او په هلمند کي یې   د اراکوزیا په نوم په یو خصوصي پوهنتون کې  د پښتو ادبیاتو په څانګه کې لسانس واخېست.

داچي الیاس داعي د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي  د هغه کلي(چاه انجیر) اوسیدونکی وو کوم چي د خبریالانو په کلي شهرت لري او دهلمند یو زیات شمیر خبریالان هم د همدې کلي اوسیدونکي دي ،  نو ځکه  الیاس داعي هم  له ماشومتوبه له رسنیو سره علاقه درلوده. لاتنکی ځوان و چي  په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې له  رسنیو سره خپل کار پیل کړ او لومړۍ دنده یې د سلام وطندار راډیو سره واخېسته.

‘اې.‌ډبلیو،پي،آر او د هلمند ملي راډیو ټلوېزیون هغه نورې ادارې وې چې د داعي د لومړۍ تجربې کوربه وې.

د هلمند په سیمیزو راډیوګانو لکه بست او یو شمیر نورو کې یې څه موده کار وکړ؛ خو له ازادي راډیو سره یې دنده ١٢ کاله وړاندي په  ۲۰۰۸میلادي کال کې پیل کړه او له یوې لسیزې زیات یې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په توګه دنده مخ‌ته یوړه.

الیاس داعي  ۸ وروڼه درلودل چي له هغوی څخه یې هم اکثریت د ژورنالیزم او خبریالۍ په ډګر کي کار کوي، چي مدثر دعوت ، مزمل شکري او مجتبی احمدي یې اوس هم ژورنالیستان دي. د الیاس داعي د کورني ژوند په اړه باید ووایو چي هغه واده کړی وه؛ خو ډیر وخت یې د اولاد په ارمان تیر کړ. عجیبه داوه چي څوکاله وړاندي لوی خدای جل جلاله  په یو ځل څلور اولاده ورکړه ، چي درې یې زامن اویوه یې لورکی وه ، خو زامن یې درې واړه له څه مودې وروسته وفات شول او   یوازي یې د مهربانې په نامه کوچنۍ لور  پاتې ده.

الیاس داعي تیره پنج شنبه  د یو چسپکي ماین په مټ داسې مهال ووژل سو چي  له خپل  کوره په هلمند کې د خبریالانو پرېس کلپ ته روان و .

حیرانوونکې داده چي څه موده وړاندي داعي په لښکرګاه ښار کې پر بایسکل ګرځیدی  او په ټوکو به یې  ویل یې دا امنیتیانو څو ځله اخطار راکړی وایي که د هلمند د جنګ په اړه رشتیا ویل پرې نه ږدې وژنو دي ، نو پر بایسکل ځکه ګرځم چي   چسپکي ماین راپسي ونه تړي ، داعي ته د ملي امنیت له لوري د اخطار ورکولو پخلی د هغه د ورور هغه خبرې کوي چي په یوه ویډیو کي یې کړي دي، د داعي ورور وایي :

” کله چي به دفاع وزارت د یوې سیمي د نیولو خبر ورکړ ، الیاس داعي به له ازادۍ راډیو سره خبرو کي د هغې سیمې نیول رد کړل نو ځکه په وار وار داعي ته د امنیت ملي له لوري د مرګ  ګواښونه کیدل “ ،  چي بالاخره همداسي وسوه او الیاس یې د چسپکي ماین په واسطه وواژه .

اوس پر ټولنیزو رسنیو او عموماً د خلګو په اذهانو کي دا پوښتنه راپیدا ده چي   الیاس داعي چا وواژه ؟

ولي یې وواژه ؟
هغه خو یو خبریال وو. که طالبانو خبریالان وژلی نو د ورځې یې لس لس وژلی سول ، ځکه طالبان چي پر لویو امریکایي بیسونو موټربم بریدونه کولی سي ، د ولایت حوزې او ولسوالۍ سقوط کولی سي ،په ښارونو کي د امنیت چارواکي او لوی لوی جنرالان وژلی سي نو  خبریالان  چي  ډیر وخت د جنګ کرښو ته ځي او یا هم ښارونو کي پرته له ساتونکو او اسلحو ګرځي نسي وژلی ؟

بلکل وژلی یې سي او دا کار د طالبانو لپاره ډیر اسانه دی؛ خو  طالبان دا کار نکوي.

اکثريت سياسي شنونکي، ژورنالیستان او داستخباراتي چارو کارپوهان پدې اند دي چې پر الیاس داعي برید د کابل پر پوهنتون ، کوثر ښوونیز مرکز  او یما سیاووش  د   بریدونو  کړۍ ده ؛ د دې ټولو پېښو تر شاه د ارګ د خاصې کړۍ لاس دى، چې مشري یي د حمدالله محب په ملتیا امرالله صالح کوي ، چي تازه د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون هم د داعي پر مرګ د خواشینۍ ښودلو ترڅنګ پر هغه برید د کابل پر پوهنتون برید ته ورته عمل  بللی دی .

الیاس داعي داسي مهال وژل کیږي چي امرالله صالح په ښکاره ډول د طالبانو پر ضد بدناموونکې تبلیغاتي جګړه پیل کړې ده  او نوموړي دوه ورځي وړاندي ویلي وو چي طالبان د  رسنیو پر کارکوونکو او مدني فعالانو د برید پلان لري نو هغوی باید په طالب ضد فعالیتونو کي منظم سي او منسجم سي  او له حکومت سره په یاده برخه کي مرسته وکړي .

همدارنګه یې  څو ورځي وړاندې هم  د طالبانو له لوري پر تعلیمي مراکزو باندي د بریدونو خبر ورکړی وو ،چي دا کارونه خپله د امرالله صالح  وار خطایي او شیطانت څرګندوي چي ولسونه هم پرې پوهیږي ، چي طالبانو په دا شلوکلونو کې دا ډول کړنې نه ترسره کړي او نه یې د ترسره کیدو پلان لري ، په داسي حال کي چې طالبان  د جنګ په تاوده ډګر کي نیول سوي عسکر د خرچې په ورکولو سره په درنښت خوشي کوي نو  کوم منطق به په ولس دا ومني چي طالبان دې د عامو  ولسونو ، زدکړیالانو او خبریالانو وژلو ته تیار وي.

معلومه خبره ده چي الیاس داعي هم د امرالله صالح په مشرۍ د ارګ خیلو د هغه وژونکي پلان قرباني دی ، کوم چي د یوې ځانګړی کړۍ له خوا طرحه کیږي ، او پر بیلابیلو علمي مرکزونو ، سیاسي شنونکو ، خبریالانو ، د سولې فعالانو او مطرحو اشخاصو عملیات تر سره کوي او هغوی وژني چي غواړي له دې لاري طالبان منزوي کړي ، خپلي چوکۍ وساتي ، امریکایانو ته په هیواد کي وضعیت بیړنۍ څرګند کړي تر څو هغوی هم له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي ، سوله سبوتاژ کړي   او هم دا چي د خپل ځان په څیر نور اشخاص هم د طالبانو د اهدافو په نوم لړ کي کې راولي او په دې سره د خپلې غرقیدونکې بیړۍ سپرلۍ زیاتې کړي.

خو ارګ خیل ،صالح او محب باید په دې پوه سي چي په دغو کړنو سره به آخر هم تاسو رسوا کیږئ او ستاسو دغه ماشومانه او بي عقلانه کړنې تاسو نه خپلو شومو اهدافو ته  رسولی سي  او نه هم تاسو  د ولس له خوا ستاسو سره د کیدونکي حساب څخه خلاصولی سي .

خو خدای خبر چي د ارګ خیلو  دا وژونکي پلانونه به د چا او چا ژوند لا واخلي؟

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د ظالمانو سره د دوستی پاییلی همداسی وی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx