افغانستان

فرانسه: امریکا دې له افغانستانه خپل ځواکونه نه وباسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکایي ولسمشر دې له عراق او افغانستان څخه خپل ځواکونه نه وباسي.

د امریکا غږ راډیو د راپور په اساس د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر «ژان یف لودریان» دغه څرګندونې نن له یوه فرانسوي تلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د چټک ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» طرح ته په اشارې ویلي «موږ تمه نه لرو، چې دا ډول څه واقع شي، دا کار باید نه په افغانستان او نه هم په عراق کې وشي.»

لودریان وړاندې زیاته کړې، چې څه موده وروسته یې امریکایي سیال «مایک پمپیو» فرانسې ته په سفر ورځي او دی به هلته ورسره ددې موضوع په اړه وغږېږي.

فرانسه داسې مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر حضور ټینګار لري، چې امریکا له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د ایستلو تړون لاسلیک کړی او د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» غواړي د نوي کال تر پيلېدو پورې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

د امریکا ولسمشر په پنټاګان کې ټول هغه چارواکي له دندو لیري کړي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو خلاف وو او په «مسئولانه ډول» يې له دې هیواده د عسکرو په ایستلو ټینګار درلود.

ټرمپ په تېره یوه اوونۍ کې د دفاع  وزیراو  د پنټاګان د پالیسۍ جوړونې د برخې د مشر په ګډون څلور تنه لوړ پوړي نظامي چارواکي له دندو لیري کړي او پر ځای یې د افغانستان د جګړې سرسخت مخالفین او خپل ملګري ګمارلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

په نړۍ کي ټول جګړه غوښتونکي خبيثه ارواح د امريکې د حاکمو ځواکونو په شوم تاريخ کي د ټرمپ د بې سابقې او استثنايي اقداماتو او پرېکړو له وهمه لکه ترهېلي شرمښان هره خوا په غړومبي سوي دي.

ارمان چي موږ د يو دبل د وژلو پر ځای ټولو په يوه سلا د دغو خبيثه ارواحو د پوځي ځواکونو وژلو ته په هماغه پخوانۍ اسلامي او افغاني مړانه ملا تړلې وای.

الحاج استاذ بیانزی

د امریکا ( او په ځانګړی ډول ترمپ د پاره ) افغانستان غلامه اداره یی لمړی کلاس ، پاکستان، هند، ترکیه ، سعودی او د خلیچ نور عربی هیوادونه دوهم کلاس او ناتو دریم کلاس غلامان دی . د سپټمبر پیښه خپله د امریکا له خوا جوړه او د افغانستان او عراق ( منځنی ختیز ) د اشغالولو د پاره وکارول شوه که دا هم احیانا ومنو چه د سپټمبر فاجعه د القاعدی له خوا او افغانستان کی پلان شوی هم وه به اروبایی یا ناتو هیوادو خو برید نه وو شوی له دوهم نړیوال جنګ وروسته نه یواځی جرمنی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx