شعـــــرونه

که مسکا غواړې پـه خپله زنده ګي کې/ ناصح

محمد ناصح

که مسکا غواړې پـه خپله زنده ګي کې
د زړګي راز دې ساته په خپل زړګي کې

دې نړۍ کې اوس دوه مخي خلک ډېر دي
ته ثابت اوسه د رب په بندګي کې

د رښتنې مینې راز باندې که پوه شوې
ځاروې به ته هر څه په عاشقي کې

ډېرو زړونه مات کړل خوند یې ځیني واخیست
ډېرو ځار کړل خپل سرونه په یاري کې

دا نیمګړې دنیاګۍ هېڅ وفا نه کړي
همېشه کړه عبادت په عاجزي کې

د خوندونو زنده ګي ده که چا وکړه
مدرسه، خړه حجره او طالبي کې

ډېر نیمـګړی یم جانانه باور وکړه
بس (ناصــح) ته کړه دعاوې په زړګي کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx