ټولنیزه برخه

د فکر ازادي

عبدالمبین صافی

تړلي لاسونه د بند مانا نه ده، د تګلارو بندیز د عمر بندیز ته نه ویل کېږي. که مو لاسونه تړلي وي، خوله خو مو خلاصه ده، هېڅ لاس تړلی د خوړو او ویلو څخه نه ده منعه شوې، نطق او بیان په هېڅ ډول بند نه مني، که په غاړه مو ځنځیر وي، خو چې ذهن مو تک سپین وي کافي ده؛ فرق نه کوي که د هېواد پولې د ښکېلاک په لاسونو کې لویدلې وي؛ خو چې زموږ ذهن او فکر یې راتسخیر کړی نه وي لا مات نه یو، لا خلاص نه یو.

بند سرحدونه تل مات شوې دي، هېڅ طاغوت له ازله په موږ نه دی مسلط شوی، هېڅ بت تر ابده آباد نه پاتې کیږي، ریکارډونه تل ثبتیږي، خو درېږي نه ماتیږي، یوازې همدا بسنه کوي چې زموږ فکر تل آزاد وي. زموږ ذوق زموږ په خوښه وڅرخي، موږ د خپل خیال په سمندر کې په خپلواک ډول لامبو ووهو، بیا ژوندي یو. بیا نو د مړو مقبره او زموږ استوګنځي تر منځ بلا توپیرونه شته، چې پرې حسابېږي، ډوبېږي نه ځلېږي. زموږ موخه او هیله بیا غولوونکي سرابونه نه دي، بلکې موږ یو نه منونکي او غیر حاصل مقصد پسې منډې نه کوو د تحرک مزي مو باید د بل په لاس کې نه وي غورځېدلي، په خپل واک او خپل خیال به ځو او خپل صحت او سقم به په خپل قلم ولیکو.

دلته زموږ د فکر آزادي ثابتېږي او ځان آزاد بللی شو؛ څه وشول که هېواد یا جسم مو د لږ وخت لپاره د آزادي له نعمته محروم پاتې شو فکر خو مو آزاد دی، کله چې فکر آزاد وي بیا هغه د وګړیتوب معیار شړېږي او د سړیتوب معیار په ټولنه کې ځان ثابتوي، چې ټولنیز او آزاد چاپېریال کې بنسټیز هدف ده او که نه؟

هر کله چې د بیان او نطق ښکارندویي په هر ډول شرایطو او هر ځای کې راته آسانه وه، موږ په پوره خپلواکي او آرامي سره د هر ډول ډول بندیز پرته خپل د زړه خبره بیانولی شو خو لازم ده چې د خپل رب شکر په ځای کړو چې آزاد یو، انسان ذاتاً داسې خلق شوی چې کنجکاو ده او پلټنګر خوی لري، تل غواړي د طبیعت په نا ویل شوو او نا تعریف شوو څیزنو باندې ځان پوه کړي، هغو لارو باندې تګ خوند ورکوي چې ترې منع شوې وي یا هم تګ ورته ګران او بلا ازغن برېښي؛ خو دی د خپل فطري خوی له مخې هېڅ بندیز ته غاړه نږدي او په مخ درومي، دا ځکه انسان نه غواړي اصلاً د خپل د فکر آزادي سلب کړي ځکه دا ټول مسایل د هغه په خیال او فکر کې ګرځي، همدارنګه د هغه خالق هم ورته یاده آزادي وربښلې ده.

که چېرې داسې یو حالت سره مخ شو چې د قبلې مخه ترې ورکه ده، نه پوهېږي چې کعبه به کومه خوا کې وي، رب یې ورته د سر په زنګون ایښودو توصیه نه ده کړې، بلکې د فکر د آزادي لوی نعمت یې ورکړی دی چې د خپل په آند او فکر سره چې کوم خواته یې یقین راځي، هلته به یې خپل رب ویني که څه هم دا د جماعتونو ټولۍ هم وي؛ خو د فکر د آزادي لپاره چې د رب نعمت یې ده په هر جهت یې سجده منظور ده، لکه د کعبې څلور دیوالونه چې په څلورو بېلابېلو لورو پراته دي هر خواته یې چې مخ شو بس قبله ده. کوم ماحول کې چې د فکر آزادي په توره حلقه وتړل شوه، هلته هر څه فنا کېږي؛ د تور او سپین فرق نه کېږي، ظالم او مظلوم دواړه په یوه پله کې راځي، روښنایي خپل اصلیت بایلي، د روا او ناروا امتیاز نه شي څرګندېدای، اخلاق خپل هویت له لاسه ورکوي، حریت او عبودیت کومه مانا بیا نه لري، لورینه او پېرزوینه معما ښکاري، د فکر کولو عبادت به مو هم له مینځه ځي او د عقاب په موخه به د یو نامعلوم ګودال په لوري روان وي چې پای نه لري.

د آزاد او غلام انسان توپیر همدا د فکر په آزادي کې څرګندېږي، بیا داسې انسان چې د وطن په مینه، د حق په پالنه د زندان په تورو خونو کې خپله روزي خوري؛ هوس، ځای، ځواک عشرت هر څه یې شاته غورځولي وي او د یو مقدس مبارز په توګه خپل د فکر په آزادي پسې درومي، غیر آزاد نه ده، بلکې ریښتونی مئین ده، چې د حق په دفاع کې د خپل د فکر په آزادي او خیال په خپلواکي کې یوازیتوب غوره کړی دی، ښایي چې نورو ته غیر آزاد وبرېښي؛ خو بندي هغه ده چې بلواک عیش او عشرت ژوند لري، پخو بنګلو کې یې د ناز او هوس وخت تېروي هغه ته فرق نه کاندي، چې کوز ګاونډي یې د ژوند کومې مرحلې سره لاس او پنجې نرموي، خو چې دی دې آباد وي دی دې ښاد وي، شاید داسې و انګېري چې د فکر په چالاکۍ کې یې ځان لپاره دا هرڅه برابر کړې دي، خو تر څنګ یې د فکر آزادي نه لري هغه به ډېر خوار وي.

ډېرې نارواوې به ګوري چې روا نه دي خو دی یې په وړاندې چپ پاتې وي؛ د فکري آزادي نشتون مانا هم همدا ده هر هغه څه چې په زړه کې وي او په خوله یې نه شې راوستی، ځکه د خپلواکۍ له نعمته محروم دی؛ نو هماغه زړه کې پاتې کیږي او باالاخره مري، چې د هغه مرګ سره انسان هم په مړ حساب کړه ځکه چې بیان بند شو، غیر حق راڅرګندېږي، او په ناحق کې ژوند کول، ژوند نه مرګ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx