شعـــــرونه

چي را یاد شي/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

زما ډیره اندیښنه شي چي را یاد شي
بس یو کال راباندي شپه شي چي را یاد شي

چي ستا حسن را په یاد شي لیوني شم
زما زړه په اور لمبه شي چي را یاد شي

چي تا نه وینم ګلاب غوندي یم مړاوي
د دردونو سلسله شي چې را یاد شي

ارمانونه مې په تاپسې در ړنګ شوه
غریو نیولي مي څهره شې چي رایاد شي

د قدم ګرد دي رانجه کړمه د سترګو
لږ مې زړه په دۍ دمه شې چي رایاد شې

اخ شهیده څنګه هیر دي کړم زړګیه
زما د ژوند بیړۍ چپه شې چي را یاد شې

زه (تپاندزُهاد) دي پریښودم فراق ته
په ژړا مي ګوزاره شې چي رایاد شې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx