افغانستانسولې اړوند خبرونه

«عمران خان راتلونکې اونۍ کابل ته راځي»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۹ل): یو شمېر سرچینې وایي، د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» راتلونکۍ اوونۍ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشر کابل ته سفر کوي او د افغان سولې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه د کابل له چارواکو سره غږېږي.

اسلام اباد کې مېشت خبریال «طاهر خان» د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکوي، چې خان به د غني په رسمي بلنه د روانې میلادي میاشتې پر ۱۹ مه نېټه کابل ته ځي او هلته به د «سولې په پروسه کې د پاکستان د رول په اړه» له غني او نورو چارواکو سره خبرې کوي.

ورته مهال د «کوریسپنډينټ» په نوم یوه بله پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې له عمران خان سره به د کابل په سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم ملتیا کوي او د افغان سولې پروسې وړاندې تګ به د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

څه موده وړاندې کله چې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» اسلام اباد ته د سفر هوډ څرګند کړ؛ اشرف غني یې په غبرګون کې عمران خان ته د کابل د لیدلو بلنه ورکړه چې د پاکستان د لومړي وزیر له لوري ومنل شوه او په یوه «مناسب فرصت» کې يې د کابل د لیدو ژمنه وکړه.

هماغه مهال یو شمېر سرچینو وویل، غني سیمې ته د عبدالله له سفرونو ناخوښ دی او له دې ویرې چې عبدالله د سولې پروسې واک په لاس کې وانخلي؛ عمران خان ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړه.

بل لور ته د عمران خان سفر داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ هم خبرې روانې دي.

دوحه کې که څه هم د مذاکراتو له پیلېدو نږدې دوې میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم پکې پرمختګ نه دی شوی او د مذاکراتو دواړه اړخونه یو بل تورنوي، چې «نه انعطاف او سولې ته نه میلان» يې مذاکرات ټکني کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
خان صاحب په لاس کی سوله نشته،سوله د ایی،ایس،ایی او سی،ایی،ای په لاس کی ده،
طالیبان،ټامیان،غنیان هسی د شطرنج مهره دی،
ولسه،د طالیب،او دولت له مکرونو فریبونو څخه ځانونه وساتی، هم دولت او هم طالیب د ولس په وینو سره لاسون ګرځوی،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx