افغانستان

بلخ کې د سرحدي لوا درېیم کنډک رئیس ارکان په بمي چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ ولایت د سرحدي لوا درېیم کنډک رئیس جګړن نعیم پیکار د سړک غاړې بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي رسنیو ته ویلي، د سرحدي لوا د درېیم کنډک رئیس ارکان جګړن نعیم پیکار وړمه ورځ(پنجشنبه، ۲۲ لړم) د بلخ ولایت شورتیپې ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد په عملیاتو بوخت وو، چې د «غلدوی» سیمه کې د سړک غاړې چاودنې ښکار شو.

نوموړی زیاتوي، په دغې بمي چاودنه کې جګړن پیکار له خپلو ۲ ساتونکو سره وژل وژل شوی او د سپرلۍ ټانګ یې هم ویجاړ شوی دی.

باید وویل شي په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د طالبانو پرضد تهاجمي عملیاتو ته زور ورکړی، چې له امله یې د هېواد په مختلفو برخو کې جګړې او تاوتریخوالی هم زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx