افغانستان

ایسپر تر ګوښه کېدو وړاندې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو په تړاو خپله اندېښنه له ټرمپ سره شریکه کړې وه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د امریکا د دفاع وزارت ګوښه شوي وزیر «مارک ایسپر» تر ګوښه کېدو څو ورځې  وړاندې سپیني ماڼۍ ته یو لیک لېږلی و او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د چټک ایستلو په تړاو یې خپله اندېښنه له ټرمپ سره شریکه کړې وه.

د واشنګټن پوسټ د راپور په اساس، دغه لیک چې روانه میاشت سپيني ماڼۍ ته لېږل شوی و؛  مارک ایسپر پکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د چټک ایستلو په تړاو خپله اندېښنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې په افغانستان کې شرایط سم نه دي او ټول عسکر باید ونه ایستل شي.

ایسپر سپيني ماڼۍ ته لیکلي و، چې په افغانستان کې د جګړې د شدت ګراف لا هم لوړ دی او که چېرې د امریکایي عسکرو د ایستل کېدو لړۍ چټکه شي؛ دا به په هغه هیواد کې پاتې امریکايي عسکرو ته ګواښونه متوجه کړي.

ایسپر چې ویل کېږي، د افغانستان د جګړې په اړه یې د ټرمپ له پالیسۍ سره مخالفت کاوه څو ورځې وړاندې د ټرمپ له لوري له دندې ګوښه کړل شو او په ځای یې «کرسټټوفر ميلر» وټاکل شو.

ټرمپ د دفاع وزیر تر څنګ د پنټاګان د پالیسۍ جوړونې د برخې مشر  او د پوځ د استخباراتو او امنیت رییس هم له دندې ګوښه کړل او په ځای يې د افغانستان د جګړې سرسخته مخالفین وټاکل.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکایي چارواکو تر منځ اختلافونه داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس باید ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه (د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې) له افغانستانه ووزي.

تر دې دمه زرګونه امریکایي او ناټو عسکر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۴۵۰۰ ته راټيټ شوی.

د امریکا ولسمشر وایي، د نوي کال تر پیلېدو پورې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او په دې توګه د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکې ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x