افغانستان

د پنټاګان نوی سرپرست: ټولې جګړې باید پای ته ورسول شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د امریکا د دفاع وزارت نوی سرپرست «کرسټوفر میلر» چې د دفاع وزارت د پخواني وزیر «مارک ایسپر» پر ځای یې تازه کار پیل کړی؛ په پنټاګان کې نظامي چارواکو ته ویلي، چې د افغانستان او عراق په ګډون ټولې بهرنۍ جګړې باید پای ته ورسول شي.

د امریکایي ورځپاڼې «سټارز اینډ سټرایف» د راپور په حواله، د کرسټوفر میلر د ټاکل کېدو لا لومړۍ ورځې دي؛ خو نوموړي په پنټاګان کې شته نظامي چارواکو ته په ډاګه کړې، چې غواړي د ولسمشر ټرمپ ټاکنیزې ژمنې پوره او له افغانستان او عراق څخه د عسکرو د ایستلو پر بهیر څارنه وکړي.

میلر په یوه ياداښت کې لیکلي «دا یو حساس پړاو دی چې زموږ رول پکې له رهبرۍ څخه حمایوي هڅو ته اوړي، موږ د اوږدو جګړو خلک نه یو…ټولې جګړې باید پای ته ورسول شي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د سپتمبر د یوولسمې له پېښې وروسته منځني ختيځ ته د لېږل شویو عسکرو له قربانیو قدرداني کوي؛ خو او س هغه وخت رارسېدلی چې پوځيان کورونه ته راستانه او جګړې پای ته ورسول شي «د جګړو پای ته رسول ژمنتیا او ملګرتیا ته اړتیا لري، موږ له ګواښونو سره مخ شوو؛ خو مقابله مو وکړه مګر اوس وخت دی چې کورونو ته راستانه شو.»

کرسټو فرمیلر چې د ټرمپ له لوري د ګوښه کړل شوي دفاع وزیر «مارک ایسپر» ځای یې نیولی، په اړه یې ویل کېږي، چې د افغانستان د جګړې په اړه ټرمپ ته ورته نظر لري او د بهرنیو جګړو د پای ته رسولو پلوی دی.

نوموړی داسې مهال د دفاع وزارت مشري په غاړه اخلي، چې امریکا د خپلو عسکرو د ایستلو په موخه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی، چې په اساس یې باید ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه څخه ووځي.

د امریکا ولسمشر د پنټاګان د پخواني مشر او نورو لوړپوړو نظامي چارواکو برعکس هوډ لري، د نوي کال تر پیلېدو پورې خپل ټول عسکر له افغانستانه راوباسي.

امریکايي رسنۍ وایي، ټرمپ همدې موخې ته د رسېدو لپاره په دفاع وزارت کې پراخ بدلونونه راوستلي او ټول هغه نظامي چارواکي یې له دندو ګوښه کړي، چې له افغانستانه د پوځیانو د چټک را ایستل کېدو مخالفت یې کاوه.

د دفاع وزیر تر څنګ، د پنټاګان د پالیسۍ جوړونې مشر، د پوځ د استخباراتو اوا منیت رییس او په پنټاګان کې د دفتر رییس هغه نظامي چارواکي دي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له دندو ګوښه کړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x