افغانستان

طالبان: د کابل ادارې «ناسمې ادعاوې» د دوی او داعش ګډ جنایت په اړه د عامه ذهنیتونو د بې لارې کولو هڅه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل ادارې د مرستیال او کابل ښار امنیه قومندان امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی غواړي د داسې ادعاوو په کولو سره «له خپل او داعشي» مشترک جنایت څخه د خلکو توجه بل لورته واړوي.

د کابل ادارې مرستیال امرالله صالح نن د شنبې په ورځ په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي ؤ، چې د کابل پر پوهنتون اصلي طراح یې (چې یو پنجشیری دی)نیولی او ادعا یې کړې وه، چې ګواکې دغه کس د طالبانو اړوند حقاني ګروپ لخوا څخه استخدام شوی ؤ، کومه ادعا چې د طالبانو لخوا رد او بې اساسه بلل شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استلوي تیلیفوني پیغام کې د امرالله صالح د ادعاء ردولو ترڅنګ پر نوموړي تور پورې کړی چې د خپل او داعشي ملیشو ګډ جنایت پوښلو لپاره داسې ادعاوې کوي.

مجاهد داسې لیکلي: «کابل ادارې دمرستیال هغه ادعا چې وایي د کابل په پوهنتون برید کونکی یې نیولی او د اسلامي امارت د حقاني صاحب له ملګرو سره یې تړاوو درلود حقیقت نلري. دا ټولې ادعاوې د دې لپاره دي چې له خپل او داعشي مشترک جنایت څخه توجه بلې خوا واړوي او یوځل بیا د خلکو د تیر ایستلو هڅه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو هم د کابل ادارې یو شمېر چارواکي پر یاد پوهنتون برید کې ککړ بللي وو او ددغه برید د هرړاخیزې څیړنې غوښتنې یې کړې وې، کومې چې تردې دمه نه دي ترسره شوي.

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې د کابل پر پوهنتون وسله وال برید کې له ۲۰ زیات محصلین «شهیدان» او تر ۴۰ پورې ټپیان شوي وو.

که څه هم ددغه برید پړه داعش وسله والو په غاړه منلې وه؛ خو د کابل حکومت چارواکو بیا ددغه برید پړه په طالبانو اچوله او د داعش پرځای یې طالبانو ته غاښونه چیچل، چې د پوهنتون د یو شمېر محصلینو په خبره دا په خپله جوتوي چې د حکومت یو شمېر کړۍ لاهم له دغه برید څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د محصلینو په وینو سوداګري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx