افغانستان

د کابل ښار لویدیځ کې د کمانډو عسکرو یو قومندان ترور شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو تیره شپه د کابل ښار لویدیځ کې د کمانډو ځواکونو د ځانګړو قطعاتو ټولی مشر جګړن صدر الحق فیضي وژلی دي.

دا پېښه پرون ماښام شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند فاضل بیګ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په موټر سایکل سپرو وسله والو پر نوموړي مخامخ ډزې وکړې.

د پېښې عیني شاهدان وايي، په دغه برید کې د کمانډو ځواکونو د ځانګړو قطعاتو افسر صدر الحق فیضي ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

جګړن صدرالحق فیضي د بغلان ولایت خوست وفرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ، له تیرو څو کلونو راهیسې یې د کمانډو ځواکونو په تشکیلاتو کې کار کولو، پر نوموړي تور ؤ چې د خلکو په کورونو د چاپو او شپنیو عملیاتو پرمهال یې د ملکيانو ژوند ته پاملرنه نه کوله او آن د ملکي خلکو د وژلو او لوټلو یو شمېر مواردو کې هم ککړ پېژندل شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx