ورزش

د پاکستان کرکټ سوپر لیګ پاتې سیالۍ نن پېلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ سوپر لیګ پلی آف سیالۍ نن د شنبې په ورځ په کراچي نیشنل لوبغالي کې ترسره کیږي.

د کرونا ویروس له کبله په مارچ میاشت کې د نورو سپورتي فعالیتونو سربېره د کرکټ سیالۍ هم ځنډیدلې وې، چې ځينو یې د لغوه کېدلو او ځینو یې د ځنډېدلو پریکړه کړې وه.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په اړه د پاکستان کرکټ بورډ پریکړه کړې وه چې یادې سیالۍ به په مناسب وخت کې ترسره شي. که څه هم د کرونا څپه له منځه نه ده تللې خو د یادو سیالیو د ترسره کولو پریکړه شوې ده.

په لومړي وار اتلې لوبډلې اسلام اباد یونیټډ او کویټه ګلډيټرز د پي ایس ایل له سیالیو بهر شوي دي، په داسې حال کې چې لاهور قلندرز لوبډلې په لومړي وار دوهم پړاو ته لار موندلې ده.

په پلی آف سیالیو کې به ملتان سلطانز، کراچي کینګز، لاهور قلندرز او پشاور زلمي خپل بخت ازمایي.

په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره ۲۱ بهرني لوبغاړو هم پاکستان ته سفر کړی دی، چې د نندارچیانو په نه شتون به ترسره کیږي.

د کوالیفایر لومړۍ سیالي به نن د شنبې په ورځ د پاکستان پر وخت د ماسپښين په ۳:۰۰ بجې په کراچي لوبغالي کې پېل شي چې ګټونکې به یې پایلوبې ته لار مومي.

دوهمه سیالي کې به د لاهور قلندرز او پشاور زلمي لوبډلې د ماښام په ۷:۰۰ بجې مخامخ کیږي، چې ګټونکې به یې نیمه پایلوبې او ماتې خوړونکې به یې له سیالیو بهر کیږي. د یاد لیګ پایلوبه به د نومبر په ۱۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx