نظــر

جوبایډن؛ او د یو قطبه امریکا د ناکامو مداخلو څلویښت کلنه میراثه!«لومړۍ برخه»

استاد محمد زمان مزمل

ټرمپ؛ او نړۍ ته د بوش یو قطبه خطري امریکا:

مخکې له دې چې د جوبایډن پالیسیو او د امریکا پر راتلونکي سیاست څه ووایو مقدمًا باید د ټرمپ د مخې ښې په اړه د ټرمپ پر سیاست او کردارونو یو څه ووایو.

منم چې اروپا خپله د امریکا په داخل کې د امریکا احزاب ،مطبوعات او په بهر کې ایرانیان او عربان خو ایرانیان تر عربانو زیات د ټرمپ له سیاستونو سره ډېر عکس العملي ولاړل.

ټرمپ که په ظاهر بې عمق او عکس العملي سیاستونه په مخکې واچول د هغه منحث اول امریکایي مجبوریتونه هم وه.

بش له پیله د عربي هېوادو او اسلامي هېوادو په اړه ښه نظر نه درلود او ټیم یې هم په امریکا کې تر ټولو متعصب میسحي ټیم وه د بده مرغه او بیا زموږ د افغانانو لخوا تکرار د بده مرغه د یوولسم سپتمبر پېښه د همدغه بش چې ددنیا یو قطبه کولو هوډ لیونی کړی وه دده په دوران کې پېښه شوه او همداسې د بش پر میز د صدام حسین په اړه د امریکا د مداخلګرو استخباراتو دروغجن راپور هم پر میز کېښودل شو.

همدا وجه وه چې بش په افغانستان غوندې حساس هېواد کې چې د شوروي په پرځولو یې مره نه وه تېره شوې مداخله وکړه او له ځان سره یې بې رهبره اروپا هم ملګرې کړه او همداسې بش د هغه صدام پسې عراق ته په یو ناروا جنګ کې ورغله چې ددې مخکې صدام د انقلابي ایران 80% زور اوبه کړی وه.

اوباما تر ټرمپ مهم قدمونه واخیستل له عراق څخه ووت او په افغانستان کې یې 90% لښکرې کمې کړې.

د بش مداخلو او د بش خطرناکې امریکا چې نړۍ ته یې طالب تر امریکا خطرناک ښوده بش د دنیا او سیمې د سیاست سوابت یو طرفه ړنګ یا متزلزل کړل ،پدې خاطر چې بش ایران د افغانستان او عراق په اړه چوپ کړي د چوپ ایران په بدل کې امریکا په سیمه کې ایران تر اسرائیلو زیات خطرناک نظامي بالاحصار ته ورسوه ،همدا وجه وه چې خلیجي عربان یې له مجبوریته د اسرائیلو سره پخلاینې ته ټیټ کړل.

همداسې په بل مخ کې امریکا په افغانستان کې د طالب مخالفین هومره څرب او هومره ونازول چې پای د کابل رژیم د امریکا له دې احتیاجه د چور او چپاول او سیاسي فساد هاغه ځایته پورته شو چې امریکا تر طالب زیات همدې د کابل د سوري جیب حکومت هغه څه ته اړ کړه چې اړ وه.

د همدې مقدمې په لړ کې د ټرمپ سیاستونه د ډېرو له نظره عکس العملي او بې عمق ارزیابي کېږي پداسې حال کې چې که څوک د بش د سوابتو ماتونکو سیاستونو ته ورشي امریکا یې هومره په غلطه مخکې بوولې وه چې د ټرمپ راغلي ریورسونه په افغانستان او خلیج کې یو تلافي کوونکي معقول سیاستونه وه.

هغه بې ثباتي چې ایران د امریکا له مصروفیته په منځني ختیځ کې ایجاد کړه د هغې مخنیوی د ټرمپ سیاستونه په طبیعي ډول غوښتل همداسې د بش او اوباما په دوران کې تر دوه ثلثه جغرافیې ګټونکي طالب فتحې د طالب معجزه نه وه دا په اوله درجه کې د امریکا د سیاستونو په اړه او په کابل کې د امریکایي فاسد حکومت پر ضد د ملت او د سیمې د لویو هېوادونو چین، روسیي، ازبکستان ،ترکمنستان او په تکتیکي ډول د ایران د پالیسیو او د طالب سره د ملګریو طبیعي نتیجه وه.

ډېر به د جوبایډن په تلافي کوونکو سیاستونو حساب وکړي مګر دا ټرمپ وه چې د بش د یو قطبه امریکا د بدو مداخلو او بدو سیاستو خطرناکه ګونه یې جراحي عملیات کړه او جوبایډن به  پخپله راتلونکي کې د ټرمپ د امریکایي ریورسونونه بلا ګټې پورته کړي.

بایډن؛او د دوه قطبه نړۍ پر کرښه پرته روسیه او چین:
که دا اصل ومنو چې د امریکا په تېرو انتخاباتو کې روسې او نورو هېوادونو مداخله کړې وه او د بش د پالیسیو ماتونکی ټرمپ راوستل یې هدف وه نن هم باید دا ومنو چې چین او روسیي ، ایران او هند د هماغه دهلیز نه په استفاده هغه ټرمپ د امریکا له سټیج لرې کړ چې میاشتې پاتې وې چې ټرمپ پکې د امریکا شل کلن مخالف طالب د امریکا په نفع ودروي او په دویم قدم کې که وسه یې شوې وه له همدې طالب یې د چین، روسې او ایران پر ضد کار اخیسته.

بایډن باید پوه شئ چې دا د بش او اوباما د دوران یو قطبه نړۍ نده ،دۀ ته د ټرمپ دوران هغه دوه قطبه نړۍ په میراث پرېښوده چې پر کرښه یې دوه ځواکمن هېوادونه روسیه او چین پراته دي.

هغه مهال چې په سوریه کې پرنګیانو د امریکا په شمول د بشار پر ضد مداخلې ته چمتو وه چې ایران دغه دواړه هېوادونه په خلیج کې چلنج کړل.

د هغه مهال وضعیت دغسې وه چې امریکا په عراق کې ډېره بې وقاره شوې وه په همدې خاطر د سوریي په جنګ کې اول پرنګیان شاته شول او بیا امریکایان، چې دغه شاتګ ایران ته درې کلن لوی عیار جنګ مورال ورکړ ،په تېره چې په سیمه کې داعش پیدا شو او روسیي هم پدې پلمه په منځني ختیځ کې د سادات د ناړامیو پورونو پسې شوه او امریکا د اول ځل لپاره په خلیج او منځني ختیځ کې د یو قطبه امریکا ځای یې
هغه دوه قطبه کردار ته پرېښود چې ایران او روسیه پکې د اول کردار خاوندان وه.

ټرمپ هغه مهال دا په واقعیت درک کړه او پدې خاطر یې له ایران فرجام ملغا اعلان کړ تر څو امریکا ته د اول کردار مقام راوګرځوي چې راویې نشو ګرځولی.

ایران اوس هم په سیمه کې خپل قوي حضور او قوي کردار لري.

ټرمپ پخپله امریکا کې او د امریکا په سیاستونو کې د بدلون مخکښ وه او د امریکا د ګټو په خاطر یې د ایران فرجام ملغا اعلان کړ او د طالبانو سره هغې سولې ته لاړ چې که جوبایډن په یوه اشتباه کې له هغې نه په شا شي د مخالفت پر کرښه پرته روسیه او چین به افغانستان تر تېر هم زیات د امریکا پر ضد وکاروي او ډېر بد به یې وکاروي.

بایډن؛ او په افغانستان کې د جنګ د پلویانو هیله افغاني فرجام:
بایډن له خپلو اظهاراتو چې د افغانستان په اړه یې کړي له ورایه یې سیاست معلوم دی هغه نه دا چې افغانستان ته به د کابل د حکومت د خواهش مطابق له سره کتنه وکړي او د طالب او امریکا روغه به له سره ارزیابي کړي بلکې هغه ته افغانستان باندې سوچ کول پر پاکستان تر پنځوسو ځلو سوچ کولو نه وروسته وار پیدا کوي او د پخواني رئیس جمهور حامد کرزي په روایت د دیموکراسۍ د پلویانو د غلطۍ له مخې افغانستان ته په دغه ټیټ قیمت قایل دي او ویره پکې دا ده چې د امریکا او طالب پر سوله د نوي نظر پر ځای مبادا د اروپایي د منځنیو پېړیو د تٌیول یا جاګیر په حساب نظام، ملت، احزاب ټول دغه پنځوس درجه مهم اسلام اباد ته ونه سپاري، د سفرونو لړۍ پکې د کرزي په روایت خطرناکه ښکاري.

حامد الحق چې د خپلې خولې او فهم نه غټه خبره کړې په هغه کیدای شي دغه خبره د اسلام اباد د ګوډلو د پیریانو په روایت کړې وي.

په مجموع کې د جوبایډن امریکا د یوې بدلون غوښتونکې نړۍ سره مخامخ کېدونکی ده.

بایډن ته به ګرانه وي چې د کابل د تکرار ناکام شوي حکومت نه ننګه وکړي او یا یې څوک د ترورېزم د جګړې په پلمه ذهن کې د جنګ د ادامې تخم کېږدي، ولې د امریکا او طالب د تړون وروسته په جګړو کې ښکیل طالب ته به هم چوپ پاتې نشي او که د طالب په ځای د هغه مقابل جګړې پارولي یې هغه ته به هم چوپ پاتې نشي آن که د بایډن په ځای ټرمپ هم راغلی وائ جګړو ته تللی طالب به یې پخپله طریقه راټیټ کړی وای.

په افغانستان کې سوله راوستل د طالبانو اوله درجه غوښتنه ده همدا وجه ده چې له امریکا سره امضاء ته ورسېدل ولې زما سره پدې خبره کې د ملت زیات مشران او کشران مخالف دي او وایې چې سوله د افغاني طالب اوله درجه غوښتنه نده همداسې په افغانستان کې سوله راوستل د کابل د حکومت اوله، دویمه، دریمه چې پنځمه درجه غوښتنه هم نده او همدا وجه ده چې سولې ته تللې جرګه د یو عظیم ملت مظلومیت او سولې ته اشد ضرورت له تیوري نه عمل ته نشي ایستلی ځکه په دواړو طرفو کې لا تصمیم وروستی د مشرانو په لاس کې دی  او سوله مظلومانه د دوه جنګي ډلو پر ګرفت او انحصار کې ده چې جنګ ته یې هېڅ طرف د امریکا د تړون وروسته توجېه هم نلري مبادا د نورو خبر شي چې زه یې نه تاییدوم هم چې دا پاتې جنګ د پردیو جنګ شي ځکه چې دغه دواړه فریقه په یوه پردي جنګ کې ښکیل دي اول کابل تر پایه فکر ونکړ چې د نیمې جغرافیې مالک طالب د دې عزیز ملت برخه ده یوازې د امریکایي ترورېزم تر عنوان لاندې خپل خلک وژل نه د تورات په کتاب کې شته نه د قران شریف په کتاب کې اخر طالب خو دومره دی چې ستا ملت ده ته ولې ورسره د سولې لاره نه نیسې ؟.

ولې طالب چې د تړون وروسته جګړه کې تر پخوا تود لاړ معنا یې دا ده چې افغاني طرفونه د خپل ملک د سیاست او راتلونکي په اړه اصلا متوازن سوچ نلري.

نوربيا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

لیکوال ته، تاسو ته مشوره درکوم ، چې روحې او یا د عصاب داکټر ته مراجعه او د خپل تکلیف ور ته بیان کړی .تاسو زه ما له دی مشوری خوابدی نشی.ما ستاسو ډیر لیکنی لوستی، یو وار یو شی لیکی ، بیا بل شی لیکی، دا په دی معنی ، چې فکر مو چندان ړوغ نه دی. تاسو که دومره پوه یاست او یا ریښتیا د دین او اولس غم درسره وو، نو دا نوولس کاله به دی لکه طالب مجاهدینو په شان ، پر ځان یو څه تکلیف راوړی وای، نه چې په کابل کی د اشغال شوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx