نظــر

جوبایډن؛ او د یو قطبه امریکا د ناکامو مداخلو څلویښت کلنه میراثه!«وروستۍ برخه»

استاد محمد زمان مزمل

سوله د افغانستان د خلکو اوله درجه غوښتنه ده:
اوله درجه ځکه چې تر طالب قوي مجاهدینو ونه شوای کولای نظامي فتحه په سیاسي فتحه بدله کړي ځکه د مات شوروي وارثې روسیي خپل ځای درلود په افغانستان کې امریکا او ناټو خپل نظام ونشو تپلی پخپلو کې اخته افغانان که د عقل سره یې ډزې نه وي هغوی به ددغه تقسیم همسایاګانو او تقسیم ملیتونو په ګنده سیاست کې هېڅ مهال یو فاتح نظام رامنځته نکړي پیغمبر چې د ابوسفیان د ماتېدو په ځای خپله محبوبه مکه د جنګ له یرغل نه خوندي کړه طالب ته پکار دي چې د سیرت له متن نه ساده شیان برداشت کړي د ژور عقل لرونکو خو اولنۍ فتحه هم په موږ باندې رشخند کړه.

موږ طالبانو ته امیدوار یو چې دوی تر فیلسوفانو ښه دي ولې د افغانستان له خلکو او د احزابو له تېرې
ناکامۍ یې باید هم زده کړي او هم یې خوندي کړي.

دا پداسې حال کې چې امریکا او دوه قطبه امریکا نن د افغانستان قضیه د بش او اوباما د ورځو په شان په اوږه نشي وړای هغه په سوله نور دا په اوږو بار مړی خاورو ته سپاري او زموږ دا اند به راتلونکی کال خلک عملا په عمل کې وویني.

د همدې ځایه طالب او کابل باید د خپل ملک په رابطه سوچ وکړي د امریکا د سیاستونو د ثبات او بدلون څپېنړې چې وهلي هغوی د فلسطین غوندې د قدس د نامرادۍ قرباني هم وڅکله.

طالب او کابل د دوحې د تړون د ادامې او د نوي نظر عرائض د هاغه جوبایډن پر میز کېنږدي چې هغه ددوی په اړه هر څه د پاکستان له زاویې ویني.

طالب ډېر وخت له کابل نه بهر تېر کړ د کابل نه بهر تغیر چې مجاهدین یې پر کومه رسوایې ودرول دا د طالب لپاره د عبرت کیسه ده په یوه ساده روغه جوړه کې کابل ته راشه او خپل ملت متحد کړه ته له ازبکستان او کوریا کمزوی نه یې او که د پردیو هېوداو په همکاریو افغانستان جوړوو بیا نو لالا په اخندزادګانو ګرځه.

بیاهم جوبایډن؛ او افغاني فرجام:
که طالب د امریکا د ستراتېژیکو ادارو په نقشه له امریکا سره په تړون کې د امریکا د اول افغاني پارټنر حیثیت اخیستی وي امریکا باید مخکې له دې چې دغسې یو وضعیت روسیه، چین، ایران او ترکیه حساس کړي باید د طالب په پارټنرۍ کې د یادو دولتونو سره په رابطه کې پاتې ډلې په سیاست کې خوندي کړي او یا یې علی الاقل راضي کړي.

له دې پرته باید امریکا دا درک کړي چې افغانستان د تحول په داسې یوه ډراماتیکه کٌره بدل شوی چې قوي پارټنران په مرکز کې ماتېږي.

که امریکا همدا قوي طالب په کابل کې د تېر دېموکراسۍ د پلویانو ځایناستی کړي د افغانستان ګاونډیان به هغوی ته د طالب مخالفین د طالب په موضوعګانو کې لکه مرخېړي شنه کړي.

زموږ تجربه وایې چې د محیط لوبغاړي د مرکز د لوبغاړو په نسبت همېشه برتري لري نجیب په کابل کې مات شو او پر محیط قبضه کوونکو مجاهدینو مات کړ، استاد رباني په همدې مرکز کې مات شو او په کابل شاوخوا مسلط طالب مات کړ او طالب هم په همدې کابل کې مات شو د امریکا مخکې د شمال جبهې قوتونو محاصره کړ داسې به د افغاني فرجام پروژه او پلان چې افغاني مشران یې جوبایډن ته د ترورېزم سره د نوي پړاو د جنګ په عنوان مخکې مخکې کوي دا زموږ په کابل کې ناکام تاریخ لري.

بایډن؛او د اروپایي ملګرو سره د پاتې ملګرۍ ستونزمنه لار:
بش د یو قطبه نړۍ ناکام سالار دا یو کار په کامیابۍ وکړ چې اروپا او امریکا یې د امریکا د قیادت لاندې متحده نه بلکې د پیل قدم یې پرې واخیست هغه چې ددغه کردار سر مشاور وه هغه انګلستان نن له اروپا ځان شلوي.

د جرمني مرکل چې د دوو متحدو المانو ګاډۍ راکاږي هغې په متحده اروپا کې ښه ساه واخیسته ولې نن د مرکل جرمني په راغلې ملګرۍ د ثبوت له مخې پېښمانه او د امریکا د ډېرو سیاستونو سره مخالفه ښکاري.
اروپایي هېوادونه په تدریج د امریکا د عکس العملي دریځو په لړ کې د خپلو ملي ګټو له خطر سره مخامخ شوه په ایران کې د امریکا سیاست نیمه اروپا له امریکا سره مخالفه کړه.

په افغانستان کې د ټرمپ روغې جوړې یو ثلث اروپایي ملګري ناراض کړل، د چین او د چاپیریال په مسائلو کې امریکا ډېر اروپایي مشران خوابدي کړل.

جوبایډن چې د امریکا مشرۍ ته په دغسې یو وضعیت کې راغی چې امریکا له داخل نه جګړو او کرونا پوره بېشیمې کړېده هغه به د اروپایي ناراضانو سره د یو متوازن سیاست ستونزه تر اوباما زیات وکړوي.

بایډن؛ او نورې منطقوي ماجراوې:

جوبایډن ته تېر تاریخ ډېر نور مسائل پرېښي، د افغانستان په قضیه کې بلکې په سیمه کې د هند او پاکستان سره د متوازن سیاست مسئله د امریکا لپاره ستونزمنه ده.

هند او پاکستان د ګډ ساتلو او له هغوی سره د امریکا یو متوازن تعامل دا د هغوی اختلافات نشي چوپولی.

همداسې په عربي سیمه کې ایران، سعودي او اسرائیلو په منځ کې سیاسي اخ و ډبونه چې اوس د روسیي د مداخلو قلمرو هم دی هغه یو د سیاست یو ستونزمن میدان دی.

په بل مخ کې د هند، چین او کوریاګانو منطقه او مسائل هومره حساس شوي چې افغانستان ته راغلې امریکا یې ایله خطر درک او د کابو کولو نه یې بې وسې شوه.

د همدې ځایه په سیمه کې د امریکا پر ضد د سیمې د مخکښو هېوادونو عکس العملي موج راټیټول د امریکا مهمه موخه وه.

اوباما په همدې خاطر لښکرې کمې کړې ټرمپ له طالب سره یو طرفه او د نړۍ د باور په خلاف روان شو.

دا او دېته نور ډېر مسائل دي چې امریکا پکې لکه هوښیاره مرغۍ پخپلو غلطو ابتکارونو کې بنده ده.

د ټرمپ بې محابا اسرائیل پلوه سیاست عربان بې کرداره کړل او د امریکا دې غلط سیاست اردوګان او ایران ته هغه چانس ورکړ چې په سیمه کې ملتونه د هغوی د سوچ او سیاست سره ګذاره کوي نه د عربانو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx