نړۍ

نيويارک ټايمز: اسرائيلي جاسوسانو د القاعدې دوهم نمبر مشر په ایران کې وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکايي استخباراتو په حواله ليکلي، چې د القاعدې دوهم نمبر مشر، د امريکا په غوښتنه د اسرائيلي جاسوسانو په عملياتو کې وژل شوی دی، خو ایران د ورځپاڼې رپوټ رد کړی دی.

د نيويارک ټايمز په وينا د القاعدې دوهم نمبر مشر عبدالله احمد عبدالله، «ابو محمد المصري» په ۱۹۹۸ کې په افريقا کې د امريکا پر دوو سفارتونو د بريدونو په طراحانو کې و، چې د تېر اګسټ په اومه نېټه د ایران پلازمېنې تهران کې ووژل شو.

د ورځپاڼې په وينا تر اوسه دا نه ده روښانه، چې امريکا په دغو عملياتو کې برخه درلوده که نه؟

امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې د ایران په شمول په ځينو هېوادونو کې د القاعدې غړي په نښه کوي.

نيويارک ټايمز زياته کړې، چې په دغو علمياتو کې د محمد المصري يوه لور هم وژل شوې، چې د اسامه بن لادن د زوی حمزه لادن کونډه وه.

ورځپاڼې د امريکا د ترهګرۍ ضد محکمې د چارواکو په حواله ويلي، چې محمد المصري د القاعدې په ازادو کسانو کې د سټراټيژيکو بریدونو تر ټولو غښتلی غړی و.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې د امريکا ملي امنيت شورا په دې اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د امريکا د فدرالي استخباراتو ادارې «ايف بي ای» د محمد المصري پر سر لس ميليونه ډالره انعام ټاکلی و.

د ایران غبرګون

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د محمد المصري د وژنې په اړه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې رپوټ رد کړی او دا يې جعلي بللی دی. د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده ويلي، هېواد يې پر خپله خاوره د القاعدې د غړو هر ډول شتون په سختو ټکو ردوي.

خطيب زاده ويلي، دا ډول تورونه د ایران پر خلاف د امريکا د اقتصادي، رواني او استخباراتي جګړو برخه ده.

د يادونې وړ ده، چې په ۱۹۹۸ کال کې په کينيا او تنزانيا کې د امريکا پر سفارتونو بریدونو کې ۲۲۴ کسان وژل شوي او له پنځو زرو زيات ټپيان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

که ایران دا وژل رد کړی هم وی باید پوه شو چی د اسرایلو لاسونه څومره وژده دی چی حتی په داخل د ایران کی هم کار کولای شی. دی څخه داسی ښکاری چی اسرایل نن سبا زمونږه په هره شورا او مجلس کی ځای لری او باید د یوه مسلمان په صفت بیداره او هوښیار ووسو. که ایران کی اسرایل کار کولای شی نو ### یی هیڅ شک نشته. د کابل د حکومت به څه نه وایو هلته که نور څوک نوی نو ګل بی بی خو فعاله ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx