دیني، سیرت او تاریخ

په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونو کې د اقتصادي ستونزو حل لاره!«لومړۍ برخه»

مفتي فضل هادي سالک

• سریزه

• اسلام کې داقتصاد اهمیت او ارزښت:

• شک نشته چې ټولنیز معشیت کې اقتصاد د ستون فقرات حثیت لري او کومه ټولنه ،کورنۍ او وګړي چې اقتصادي ژوند باندې باوري وي، هغه به د فقر او بې وسۍ سره هیڅکله لاس و ګریوان نشي ،همداسې چې کوم هیواد کې اقتصادي پرینسیپونه په پام کې ونیول شي ،هغه ملک به یو بډایه او په پښو ولاړ شتمن هیواد وي.

• اسلام هم اقتصادي ژوند ته ترتبذیري او تقتیري ژوند ترجیح ورکوي، لکه لاندې الهي لارښوونې ددې ښه ثبوت دی.

• د اقتصاد په تشریع او تقنین باندې تر ټولو ښه دلیل د قران کریم(المداینة)آیت دی، چې تر ټولو اوږد او د اقتصاد سره اړوند دی.

• الله تعالي فرمایي 1چې:{ وَلَا تَجْعَلْ يَدَك مَغْلُولَةً إلَى عُنُقِك وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا }الاسراء ۲۹)

• ژباړه :مه خپل لاس تر غاړې تړه او مه یې بشپړ غځیدلی پریږده، چې پړاو بي وسه پاتې نشي، یعنې مه بخیل توب او شومتوب کوه او مه بیځایه اسراف کوه بلکې په لګښتونو او مصارفو کې د اعتدال او اقتصاد له اصل نه ګټه واخله.

• وقال تعالى: (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ) . [الأعراف:96.

ژباړه: که د کلیو خلکو ایمان راوړی وی او د پرهیزګارۍ کړنلاره یې خپله کړې وای نو مونږ به پرهغوی د آسمان او ځمکې د برکتونو دروازې خلاصي کړې وای خو هغوی د درواغو نسبت وکړ، نو مونږ ځکه د هغوی ناوړه ګټې له امله هغوی ونیول چې راغونډولې یې.

• پدې آیت کریمه کې راغلل چې ایمان او تقوی د اسلامي اقتصاد تر ټولو مهم اساس دی ،په ټولنه کې برکت او مینه همدا دوه عنصره رامیځته کوي ،لکه اقتصاد پوهان چې وایي د اقتصاد موخه د یوې باثباته او پر ځان بسیا ټولنې رامنځته کول دي.

• عن نافع عن ابن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم:

• الاقتصاد في النفقة نصف المعيشة والتودد إلى الناس نصف العقل وحسن السؤال نصف العلم.

• (شعب الایمان لابی بکر البیهقی/المعجم الاوسط لابی القاسم الطبرانی)

• ژباړه :رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې: په لګښت او مصارفو کې منځلاریتوب نیم معیشت دی ،خلکو سره مېنه نیم عقل دی او ښه پوښتنه نیم علم دی.

• الله تعالي فرمايي{ يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ }.

• الله تعالی فرمایي چې هر لمانځه ته لباس یا جامې واغوندئ او خوراک او څښاک کوئ خو اسراف مه کوئ ځکه الله اسراف نه خوښوي.

• دې آیت کریمه کې درې خبرې راغلې ،یو دا چې لمونځونه او طوافونه بربنډ مه کوئ، بل خوراک هم کوئ او څښاک هم کوئ، بل دا چې اسراف یا له ټاکل شوې اندازې نه تیری مه کوئ، یعنې په خوراک، څښاک او حتی لباس کې اسراف مه کوئ او له اړتیا پرته یې مه کاروئ، یعنې دا شیان درته حلال دي تاسو یې حرمت خوا ته مه بوځئ او ځینې علماء وایي چې له اړتیا او قدر الجاجة د جواز حد ټاکلی دی!

• لکه څنګه چې ابن العربي په خپل تفسیر احکام القران کې لیکي: د اسراف په حکم کې د علماوو اختلاف دی، ځینې یې حرام او ځینې ورته مکروه وایي، خو د ابن العربي به نظر کراهیت یې درست دی دا ځکه چې د عمرونو، سن و سال، زمان، سیمو او بدنونو په تناظر کې د انسان د مړوالي او اړتیا په وجه تفاوتونه موجود دي، نو ځکه یې مکرو والی ښه قول دی.

• دلته فوق الذکر ایت کریمه کې د اسلامي اقتصاد یو عمده اصل ذکر شو، چې هغه اعتدال او خوراک ،څښاک کې منځلاریتوب دی،چې  نه افراط او نه پکې تفریط وي.

• بل دا چې د توحید او ایمان نور پخپله د اسلامي اقتصاد یو عمده اصل دی، مومن شخص په مقتصد ډول خوراک او څښاک کوي، په متوسط ډول لباس اغوندي  او حتی په مدني او فامیلي ژوند کې معتدل او مقتصد وي چې مالي مسایلو کې هم پدې اقتصاد باوري وي، خو کافر بیا پدې ټولو اړخونو کې د اسراف او تعدی تر پولې اوښتی وي، که له یوې خوا نه یې مالي منابع ډیر وي نو له بلې خوا یې د لګښت کچه هم تر مومن زیاته وي، لکه همدا خبره احکام القران لابن العربی)کې د یوه حدیث په راوړلو سره داسې رانقل شوې: وَقَدْ ثَبَتَ فِي الصَّحِيحِ { أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَرَ لِرَجُلٍ كَافِرٍ بِحِلَابِ سَبْعِ شِيَاهٍ ، فَشَرِبَهَا ثُمَّ آمَنَ ، فَلَمْ يَقْدِرْ عَلَى أَكْثَرَ مِنْ حَلْبِ شَاةٍ .دې حدیث کې دا ثابته شوه، چې یو کس چې لومړی کافر و،نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې د اوو میږو شیدې تر لوشلو وروسته وڅښې، خو چې کله یې ایمان راوړ نو بیا یې د یوې میږې څخه د زیاتو میږو د شیدو په څښلو قدرت ونه موند.

• قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الْمُؤْمِنُ يَأْكُلُ فِي مِعًى وَاحِدٍ ، وَالْكَافِرُ يَأْكُلُ فِي سَبْعَةِ أَمْعَياءٍ } ؛ وَذَلِكَ أَنَّ الْقَلْبَ لَمَّا تَنَوَّرَ بِالتَّوْحِيدِ نَظَرَ إلَى الطَّعَامِ بِعَيْنِ التَّقْوَى عَلَى الطَّاعَةِ ، فَأَخَذَ مِنْهُ قَدْرَ الْحَاجَةِ ، وَحِينَ كَانَ مُکظْلِمًا بِالْكُفْرِ كَانَ أَكْلُهُ كَالْبَهِيمَةِ تَرْتَعُ حَتَّى تَثْلِطَ.

(احکام القران لابن العربي)
په اسلامي او غیراسلامي اقتصادي نظامونوکې داقتصادی ستونزې حل لاره.

• پیلیزه:
• ټول نظامونه پر دې متفق دي، چې اقتصادي ستونزه شتون لري، لازمه ده چې د حل لارې يې ولټول شي خو د دغې ستونزې په حل کې هر نظام بېلابېل نظريات لري د دې څپرکي تر لوستلو وروسته به یې لوستونکیو ته په راتلونکیو برخو کې توضیح کړو!

• اقتصادي ستونزه د پانګوالو له نظره:
• د لويديځ پانګواله اقتصادي نظام پر دې باور لري، چې اقتصادي اساسي ستونزه په نسبي ډول د طبيعي مواردو لږوالی او د انساني حاجتونو زياتوالی دی دا ځکه چې ځمکه محدوده ده هغه ځمکه چې انسان پرې اوسېږي امکان نه لري چې د کميت په لحاظ زياته شي او يایې په طبيعي شتمنيو کې څه زياتوالی رامينځته شي سره له دې چې بشري نفوس ورځ په ورځ زياتېږي او د تمدن د پرمختګ سره انساني اړتياوې زياتوالی مومي.

د ځمکې موجوده شتمنۍ ددې ټولو خلکو اړتياوو ته مثبت ځواب نه شي ويلی نو د خلکو د ضرورياتو د اشباع په جهت کې ټکر رامينځته کېږي، همدغه د اقتصادي ستونزې منشاء ده، نو د پانګوالۍ له نظره اقتصادي ستونزه داده، چې د ځمکې د مخ بيعي موارد او شتمنۍ د اوسني تمدن اړتياوو ته مثبت ځواب نه شي ويلی، دا ځکه چې انساني نفوس ورځ په ورځ مخ په زياتېدو دی نو لازمه برېښي چې انساني نسلونه تحديد او د زياتوالي مخه يې ونيول شي.

• اقتصادي ستونزه د مارکسستي فلسفې له نظره
• مارکسېزم وايي چې اقتصادي ستونزه د توليد په اشکالو او د توزېع په مربوطاتو کې رامينځته کېږي په دې توګه چې د ځمکې په کرکيله کې بزګر خولې تويې کړي او حاصل يې رامينځته کړی، په همدې توګه په کارخانو کې خام مواد په پخو د کاريګر د لاسونو په تڼاکو بدل شوي مګر د بزګر او کاريګر د لاس محصول فيوډال او سرمايه دار ترلاسه کوي پس هرکله چې د توليد په اشکالو او د توزېع په مربوطاتو کې توازن رامينځته شي نو دغې ستونزې ته به د پای ټکی کېښودل په دې توګه چې د وينو سور بدلون دې رامينځته، د ځمکوالو او پانګوالو ژوند ته دې د پای ټکی کېښودل شي ،ښځه ،ځمکه او زر دې مشترکه شتمني وګڼل شي فردي مالکيت دې لغوه اعلان او هرڅوک دې د وس په اندازه کار وکړي او د ضرورت په اندازه دې اجوره واخلي.

• اقتصادي ستونزه او په اسلام کې يې د حل لارې
• اسلام له پانګوالې او کمونېزم دواړو سره مخالف دی اسلام د ستونزې د رامينځته کېدو اصلي عامل نه کاينات او نه د توليد اشکال او نه د توزېع مربوطات ګڼي، بلکې د ستونزې اصلي لامل انسان دی د انسان ظلم او کفر ستونزه رامينځته کړې ده قران عظيم الشان دغه مطلب ته د اشارې په ترڅ کې داسې فرمايي:

اللّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الأَنْهَارَ(32) وَسَخَّر لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآئِبَينَ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ(33) وَآتَاكُم مِّن كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ(34)إبراهيم

دغه مبارک اياتونه يې څرګندوي چې الله تعالی په دغو ارتو کايناتو کې د انسان لپاره دومره نعمتونه تيار کړي دي، چې هېڅکله په شمېر کې نه شي راتلای، کاينات د ټولو انسانانو د ضرورياتو د پوره کولو لپاره مثبت ځواب وايي، لېکن انسان ناشکره دی، له کايناتو يې استفاده نه ده کړې، د لمر بې پايانه وړانګې، دا غرونه او رغونه ټول شاړ پراته دي، د مثال په توګه د افغانستان اباده اراضي څلورسوه ميليونه انسانانو ته ډوډۍ ورکوي، په داسې حال کې چې د نيم څخه زيات هېواد مو شاړې دشتې  دي، تر ځمکې لاندې يې په دوه مترو کې اوبه دي.

• په همدې توګه د لويديځ پانګوال  نظام او د عرضې او تقاضا ترمينځ د تعادل د رامينځته کولو لپاره  د خوراکي توکو بېلابېل ډولونه په زرګونو ټنه سيند ته غورځوي، په داسې حال چې په اسيا او افريقا کې زياتره هېوادونه له لوږې رنځ وړي، په همدې توګه د ستونزې بل عامل ظلم دی، ظلم دې ته وايي چې حق ستا دی مګر په زوره ترېنه بل څوک ګټه اخلي، دا اوس په نړۍ کې د جګړو اصلي لامل د انسان وحشت او ظلم دی، انسان په خپل حق بسنه نه کوي ،بلکې د بل په حق خېټه اچوي او په تېري او وحشت لاس پورې کوي، ننی مهذب انسان تر ټولو زيات جنايت کار او وحشي دی نړۍ يې له ظلمه ډکه کړې ده په استثمار او استعمار لاس پورې کوي. انسانان وژني ښارونه ورانوي او په سترو جنايتونو لاس پورې کوي نو پردې اساس که د ژوند له ډګره ناشکري او ظلم کډه وکړي نو انساني ژوند به د امن ،خوشالۍ ،مينې او محبت عدالت صداقت او امانت زانګو جوړه شي.

• موخې یا اهداف:
• ۱-اقتصادي ستونزې بیانول او د اسلامي د اقتصادي نظام په ګډون د نورو نړیوالو اقتصادي نظامونو له نظره ورته حل موندل.

• ۲-دا خبره کره کول، چې اسلام هم یو منل شوی اقتصادي نظام لري او ددې نظام لپاره غښتلې قواعد او حکمونه هم لري.

• ۳-دا په زباد رسول، چې بشري اقتصادي طرحې زائلیدونکې او یوازې اسلامي اقتصادي نظام دی، چې تلپاتې او د وحې له منبع نه سرچېنه اخلي.

اقتصاد پیژندنه (Economics)
• په لغت او اصطلاح کې د اقتصاد پیژندنه:

• اقتصاد په لغت کې د قصد له کلمې څخه اخستل شوی چې لاندې معاني ورکوي:
• ۱-ټینګښت (استقامت): لکه عربان چې وایې :اقتصد فلان  في امره ای استقام .
• ۲-بیان : لکه الله تعالی فرمایي چې :وعلی الله قصد السبیل /النحل ۹ آیت.
• ۳-اسانۍ: لکه عربان وایي چې:طریق قاصد ژ: اسانه لاره .
• ۴-منځلاریتوب :لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :(القصد القصد )
ژ:مینځلاریتوب وکړئ ،مینځلاریتوب وکړئ.
• ۵-افراط نه کول: لکه د لسان العرب لیکوال وایې چې: القصد فی الشئ خلاف الافراط وهوما بین الاسراف والتقتیر.
• ۶-طویل :لکه لکه اخفش چې وایې :القصیدة من الشعر هوالطویل .
• اوداسې نور……………

• اقتصاد په اصطلاح کې:
• په اصطلاح کې اقتصاد په ډیرو معانیوو سره کارول کیږي چې مونږبه یې ترې یوازې دوه تعریفه راواخلو:
• لومړی تعریف: اقتصاد په اصطلاح کې د هغو تدابیرو ټولګه ده چې د انسان د بي شمیره غوښتنو او د انسان په لاس کې د شته محدودو وسایلو او امکاناتو ترمینځ هماهنګي ټینګوي!

• دویم تعریف :اقتصادپه اصطلاح کې دلږ ناچیز او ټاکلو امکاناتوپه واسطه دلویې او غټې پایلې یا موخې ترلاسه کولو ته وایې .

• اسلامي اقتصاد په اصطلاح کې:
• شیخ قحطاني یې داسې تعریفوي :الاحکام والقواعد الشرعیة التي تنظم کسب المال وانفاقه واوجه تنمیته /ژ :دا هغه شرعي حکمونه او قواعد دي چې د مال او نفقې د لاسته راوړلو او پرمختګ لارې چارې تنظیموي.

• د(النظام الاقتصادی فی الاسلام )مولف شیخ قحطانی په آند: دا هغه حکمونه او قواعد دي چې عایدات، مصارف او د ټولنې د پرمختګ لارې چارې د اسلامي شریعت په چوکاټ او د ټولنې هر غړې ته د خدمت کولو په پاکې نیولو سره داسې تنظیموي چې د دنیا او اخرت بریالیتوب او نیکمرغي پکې وي!

د تعریف سپړنه:
• ۱-حکمونه: دا معنی چې اسلام کې اقتصاد فرض، واجب، سنت، مستحب، مکروه ،حلال او حرام لري.
• ۲-قواعد :د اقتصاد علم هم د نورو علومو په څېر اصول ،قواعد او فورمولونه او بیلابیلې اقتصادي برنامې لري.
• ۳-عایدات،مصارف او د ټولنې د پرمختګ لارې: په اسلامي اقتصاد کې د عایداتو ،مصارفو او ټولنې د پرمختګ اړوند بحثونه کیږي.

• ۴-بیلابیلو برخو کې: اسلامي اقتصاد یوازې د مصارفو او عایداتو په بحثونو پورې نه اړوندیږې، بلکې بیلابیلې اقتصادي برنامې لري، لکه ښوونه او روزنه، روغتیا ،د زیرمو ساتنه او ددې د پرمختګ اصول ترڅیړنې لاندې نیسي.

• ۵-د اسلامي شریعت په چوکاټ کې:
• د اسلامي اقتصاد علم د عایداتو مصارف او بیلابیلو اقتصادي پرمختګونو لپاره قیدونه او چوکاټونه لري، چې ځینې عایدات روا او ځینې ناروا بولي، همدارنګه ځینې مصارف روا او ځینې نور ناروا ګڼي ،داسلامي اقتصاد علم دښوونیز اوروغتیایي خدمتونولپاره هم داسلامي اخلاقو په رڼا کې قیدونه ږدي .
• دشتمنیو او مالونو ساتنه هم داسلامي شریعت په چوکاټ کې اسلامې برنامې لري .
• ۶-فرد اوټولنې ته دخدمت کولونه بحث کوي :
• داسلاي اقتصاد موخه او غرض فرد اوټولنې ته خدمت کول دي ،له همدې امله اسلامي اقتصاد مزدوج(دوه اړخیزه) دی ،چې دې نظام کې فرد او ټولنې دواړو ګټې په نظر کې نیول شوې دي ،چې برعکس په پانګه وال یا کاپیټالیستې اقتصاد کې یوازې دفرد ګټې په سوسیالیستې اقتصادی نظریې کې یوازې ټولنیزې ګټې په پام کې نیول شوې دي چې اسلامي اقتصاد بیا دا ددواړوګټې په پام کې نیسي.

• ۷-ددنیا اوخرت نیکمرغي :اسلامي اقتصاد نه یوازې دنیاوې ګټې لرې چې مسلمانان ،ټولنه ،اوحکومت له
• فقر،ذلت ،وروسته والې څخه ژغوري ،بلکې ددوئ اخروي نیکمرغي هم په پام کې نیسي ،چې په اسلای اقتصاد کې الهي حکمونو په ترسره کولوسره انسان دالله تعالی رضا اواخروی ګتې هم ترلاسه کوي.

نوربیا …….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx