افغانستانسولې اړوند خبرونه

ایران: په افغانستان کې د امریکا د شتون له امله راپورته شوې نا امنۍ مو د هیواد امنیت ګواښي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې راټوکېدلې بېلابېلې نا امنۍ په یاد هیواد کې د امریکا د شتون له امله دي، چې د ایران ملي امنیت ته یې ګواښونه متوجه کړي.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د لویديځې اسیا د چارو مدیر «رسول موسوي» له اعتماد نومي ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا شتون په افغانستان کې نا امنۍ زېږولې چې له امله یې د ایران ملي امنیت ته ګواښونه موجود دي، د کومو د حل په موخه چې له طالبانو سره کار کېږي.

موسوي وړاندې زیاته کړې، چې له طالبانو سره په امنیتي برخه کې کار کولو هيڅ ستونزه نه راولاړي او ایران د خپل امنیت د خوندیتوب په موخه په سرحدي سیمو کې له هغوی سره همکاري لري.

نوموړي ددې تر څنګ امریکا تورنه کړې چې په افغانستان کې يې خپل «نړیوال مسئولیت» نه دی پوره کړی او تر شلو کلونو جګړې وروسته په «غیر مسئولانه» ډول له افغانستانه په وتلو ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري پورته څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو په موخه د جګړې د ښکېلو غاړو تر څنګ هم د سولې خبرې پیل شوې.

ایران تر دې وړاندې هم په بیا، بیا په منځنۍ اسیا کې د امریکايي او ناټو ځواکونو شتون د خپل هیواد امنیت ته خطر بللی  او د هغوی په وتلو يې ټينګار کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx