واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

قریشي: د پاکستان پر ضد د هند په ملاتړ د ترورسټي حملو شواهد لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د فوج ویاند، جنرال بابر افتخار، په یو ګډ مطبوعاتي کانفرانس کي وویل چي هند د پاکستان پرضد د «تروریزم« حمایت کوي. هغوی وايي هند غواړي چي پاکستان بې ثباته کاندي، او هم هغه پروژې په نښه کوي چي چین يې په پاکستان کي جوړوي. 

قریشي او جنرال افتخار وویل هغوی زیات داسي شواهد لري چي دا ښيي چي هندي استخبارات له افغانستان څخه دننه په پاکستان کي حملې تنظیموي. 

قریشي وویل«هند اجازه ورکړې ده چي له هنده دننه د پاکستان پر ضد ترورستي حملې وسي. دغه راز هند د پاکستان پر ضد د ګاونډو هیوادونو څخه هم حملې تنظیموي.»

قریشي وايي پاکستان به دا شواهد ملګرو ملتونو ته واستوي، څو هند ملامت کړي. هغه زیاته کړه«پرته له بین المللي مداخلې څخه به په ذره وي جنوبي اسیا کي د سولي تضمین ګران وي.» 

هند او پاکستان مدام یو بل په تروریزم تورنوي.

جنرال افتخار وايي په پاکستان کي د ځینو حملو عاملین د جلال آباد له قونسلګرۍ څخه فعالیت کوي. هغه وايي دا حملې په پاکستان کي د چینايي پروژو پرضد تنظیمېږي. 

جنرال افتخار وايي هند د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادي بخښونکي فوج سره مرستي کوي.

بلخوا، د پاکستان صدراعظم عمران خان به بله هفته کابل ته سفر وکړي.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

افغانستان تر اوسه پوری نه د پښتون ژغورنی غورځنګ ته دفتر ورکړی او نه یی هم پلوځانو او د پاکستان تحریک طالبانو ته کوم دفتر په کابل یا کوم بل ولایت کی ورکړی، ولی پاکستان کی د ترهګری شوراګانی، ترننګ سنترونه د هر ګاونډی ملک پر ضد فعالیت لری. که افغانستان کی یو واکداره او قوی حکومت وای نو حتمآ به یی نن سبا بلوڅان او د پښتون ژغونی غورځنګ ته کمک ورکاوه خو ولی افسوس چی غنی دوس دومره بی وسوه او بی کفایته دی چی له خپلو عسکرو سره په اساس وخت کی مرسته نشی کولای. د قریشی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx