واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

امریکايي مطبوعات: افغانستان او ټرمپ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): نیویارک ټایمز د نومبر پر ۱۳ لیکي جمهورریس ټرمپ بل هیڅ ځای فکري استقرار ندی ښودلی، مګر تل يې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو په اړه یوه خبره کړېده. 

نیویارک ټایمز لیکي د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کي د ټرمپ نوي مقررۍ ښايي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل ګړندي کاندي. ځکه د ټرمپ پلویان هلیمن دي چي ټرمپ به بالاخره د امریکا اوږد جنګ ختم کړي. 

نیویارک ټایمز لیکي چي ټرمپ ښايي د بلي هفتې په سر کي د زیاتو امریکايي عسکرو د راایستلو اعلان وکړي. پدې برخه کي د ټرمپ سره د امریکا چپ او راست د جنګ مخالفان همنظره دي. 

نیویارک ټایمز لیکي د افغانستان لپاره د ټرمپ نومول سوی سفیر ښاغلی ویلیم راجر وايي ټرمپ داسي پرسونل نه لرل چي د هغه اوامر په درست او سم شکل اجرا کاندي. راجر زیاتوي«ټرمپ به تاریخ جوړ کړي. هغه به د امریکا یوازنی جمهورریس وي چي د امریکا اوږد جنګ ختموي.»

نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو قومندان جنرال میلر هم په واشنګټن کي دی. اخبار لیکي  د عامه افکارو تازه سروې ښيي چي زیات متقاعد عسکر له ټرمپه خوابدي دي، ځکه له افغانستانه یې د امریکايي عسکرو د راایستلو په اړه خپله وعده نده پوره کړې.

ویلیم راجر وايي«دا مهمه نده چي څوک به جمهورریس وي. موږ مدام د ښې پالیسۍ حمایت کوو. له افغانستانه راوتل ښه پالیسي ده.» 

بلخوا، واشنګټن پوسټ د نومبر پر ۱۳ لیکي د امریکا برطرفه سوی د دفاع وزیر مارک یسپیر د دې تر مخه چي برطرفه سي، سپیني ماڼۍ ته په یوه سري یادداشت (میمو) کي لیکي ول: تر کریسمیس پوري د امریکايي عسکرو د راایستلو لپاره شرایط چمتو ندي. ځکه هلته تشدد جګ دی، او ښايي باقي پاته عسکر له خطرونو سره مواجه سي. دغه راز، ایتلافي ملګري به زیایمن سي، او مذاکرات به خراب سي.

واشنګټن پوسټ لیکي د افغانستان په اړه د امریکايي نظامیانو مقاومت او جڼه جڼه جمهورریس ټرمپ سخت په قهر کړیدی. خو د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرستوفر میلر او د هغه ستر سلاکار ډاګلاس مکګورګر له افغانستانه د امریکايي عسکرو چټک راوتل غواړي. 

واشنګټن پوسټ لیکي د ناټو ملګرو واشنګټن ته ویلي دي چي پرته له امریکا څخه به په افغانستان کي یوازي پاته نه سي. 

واشنګټڼ پوسټ لیکي د اشرف غني دفتر له تبصرې څخه ډډه وکړه، خو د هلمند استازی شیر محمد اخندزاده وايي«که د امریکایانو بمباري نه وای، طالبان به نن ورځ په لښکرګاه کي وای.» 

واشنګټن پوسټ لیکي جو بایډن تر اوسه پوري د قطر د موافقې په اړه څه ندي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx