شعـــــرونه

تېښه نسي د تقدير او له اجله/ عبدالسلام ضعیف

عبدالسلام ضعیف

تيښته نســـي د تقديـــر او لـــه أجــــله
ژوندو ن هيلـــه ده د خـــوف او د أمـــله

د دنـــيا منصــب دولــــت او اولادونه
امـــانت دي پاتــــه کــــيږي يـــو پـــه بله

تــورو خــاورو تــه امــير او فقير يــو دی
د هـــر چــا انجــام د مــوت د زوق څکله

مرګ مهم نه دی پـه کـور يا په صحرا کي
يــا د ظلم پـه مرګ مــړ سي يــا په خپله

يــا خــوراک ســـي د وحــشي درنــدګانو
يــا پــه قــبر کــې مدفون ســي لــه اوله

يـــا خـوراک ســي د کبانو پـه درياب کې
يــا راولــــويږي پــــه قهـر لــــه جــــبله

يا کفن او ګور مونده کړي يا محروم سي
يـا دې ټـول وجـود ټـوټه سـي يا سـوځله

مـرګ د هـر چـا ميلمه کـيږي بـې تـوپيره
د ښکـــاري غشـــی لګـــيږي لــه مــرچله

کـه پـه ښـي طـرف رالـويږي کـه وچپ ته
کـه دي خـاوري بستيره ســي کــه مـلمله

اهـم دا چــې د الله پــه لار کې ولاړ سي
مرګ او ژوند دې وي يو شان له دي کبله

خــوږ ايــمان درســره پـاته ســي ملګری
شقــــاوت دې همدم نســــي لـــــه ازله

په اخلاص دي خاتمه په دين ايمان سي
کـــاميابي د هـــر انـــسان پـــه ښه عمله

ټـــول خطونه يــو نقطي ته ځي ضعيفه
نيت سپيڅلی کــړه دعـــا کـړه له کوګله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx