افغانستان

ښځې-عبدالله ته: که حقونه مو خوندي نشي، وسلې را اخلو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هرات ته سفر کړی او هلته يې د سولې په تړاو په یوه غونډه کې له ګډون وروسته د یاد ولایت له یو شمېر ښځو سره لیدلي.

د راپورونو په اساس، په دې لیدنه کې ښځو په راتلونکي کې د خپلو حقونو په تړاو اندېښنه ښودلې او په تېرو دوو لسیزو کې د ښځینه حقونو په برخه کې د «شوي پرمختګ» د ساتنې غوښتنه یې کړې.

د هرات د ولایتي شورا غړې «جهان تاب طاهري» ادعا کړې، چې د هرات ښځې د افغانستان د نورو ټولو ښځو په شان په راتلونکي کې د خپلو حقونو په تړاو اندېښنه لري او هیله یې داده چې د دوحې په مذاکراتو کې یاد حقونه خوندي کړل شي.

نوموړې عبدالله ته ویلي، چې که چېرې د سولې په روانو خبرو کې د ښځو په حقونو معامله وشي، دوی به یې به د ساتنې لپاره وسلې ته لاس کړي.

د سکینه حسیني په نوم یوې بلې ښځې ویلي، چې افغان ښځې د سولې په روانه پروسه کې خپلو حقونو ته اندېښمنې دي چې باید غور ورباندې وشي او جواب ورکړل شي.

یو شمېر ښځې داسې مهال د خپلو حقونو د ساتنې لپاره د وسلې اخیستلو ګواښ کوي، چې په دوحه کې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدلو او سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو په موخه خبرې روانې دي.

طالبان وایي، ښځو ته د زده کړو، سوداګرۍ او میراث په ګډون ټول هغه حقونه ورکوي چې په اسلامي شریعت کې ورباندې امر شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx