افغانستان

تخار کې د نښتې پرمهال ۵ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۵ دولتي عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، دا پېښه د جمعې په شپه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ د «هواشناسۍ» پر پوستې برید وکړ او نښته رامنځ ته شوه.

د تخار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغې نښته کې ۵ تنه دولتي عسکر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په دغه پوسته کې کمانډو عسکر هم ځای پرځای شوي وو؛ خو د طالبانو د ممکنه حملې څخه د ځان ساتلو په موخه یې د خواجه غار ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته پناه وړې وه.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند جګړن هادي نظري هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې د عسکرو په ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې؛ خو دقیقه شمېره یې ورته معلومه نه ده.

باید وویل شي په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د طالبانو پرضد تهاجمي عملیاتو ته زور ورکړی، چې له امله یې د هېواد په مختلفو برخو کې جګړې او تاوتریخوالی هم زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو طالبانو ولی پر پستی حمله وکړه؟ تر څو به دا حملی د یو او بل د وژلو سبب ګرځی آیا کله هم طالبانو او یا حکومت دا فکر کړی چی که یو طالب وژل کیږی له هغه څخه ماشومان، ښځه مور یا خور پاتی کیږی همداسی د یوه عسکر څخه. د دی کونډو او یتیمانو شرنوشت به څنګه کیږی آخر د دی وطن آینده ته دی دوی لږ فکر وکړی دوی خو به نن یا سیبا پوری ژوندی وی دا غنی، عبدالله او د قطر ملایان چی ډیر کاله عمر وکړی فکر وکړه پنخه یا لس کاله نور دوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx