ورزش

د ملي ټیم لوبغاړی ميرويس اشرف غلو لوټلی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې آلرونډر لوبغاړی ميرويس اشرف د کندز شيرخان بندر پر لويه لاره غلو لوټلی دی.

ميرويس اشرف پر خپله فيسبوکپاڼه د يادې لارې عکس خپور کړی او ورسره يې ليکلي چې د امنيتي پوستو په شتون کې غلو له ده او ملګرو يې هر څه اخيستي دي.

نوموړی وايي چې د پنجشنبې په ورځ د ماسپښين په ۳:۰۰ بجې په رڼا ورځ د کندز شيرخان بندر پر لویه لار د دشت ابدان ګولای سره غلو له موبايلونو، پيسو او هر نور څه چې له دوی سره وو لوټلي دي.

ځينې ځايي خلک وايي، پر همدغه لويه لار پرتې پوستې د غلو سره لاس لري، د غلا سربېره يې څو ځله د ښځو سره جنسي تېری هم کړی خو هيچا يې پوښتنه نه ده کړې.

د نورو ښارونو سربېره د کابل او جلال اباد پر مرکزي ځايونو کې هم غله د امنيتي پوستو په شتون کې له خلکو، موبايل او پيسې اخلي، خو هیڅ امنيتي مسؤولين يې پر وړاندې مقاومت نه ښيي.

خلک وايي، چې د امنيتي مسئولينو په شتون کې غلا کول يوازې د غل کار نه دی، بلکې له دې سره امنيتي کسان هم شامل دي، چې څو واره پرې ثابته شوې ده.

په تېره نږدې کې چې کله د اشرف غني مرستيال امر الله صالح د کابل امنيت مسئوليت په خپله غاړه اخيستی دغه پېښې کمې شوي دي. خو د کابل خلک وايي چې غلا او چور چپاول د نوموړي تر قومندې لاندې ترسره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx