ورزش

د پشاور زلمي لوبډله له پي ايس ايل څخه بهر شوه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان سوپر ليګ له اوږد ځنډ وروسته خپلې پاتې سيالۍ يو وار بيا پېل کړې چې له مخې يې پشاور زلمي لوبډله له سياليو بهر، او کراچي کينګز په لومړي وار پايلوبې ته لار وموندله.

د پلی آف سياليو په لړ کې د شنبې په ورځ کراچي کينګز او ملتان سلطانز لوبډلې کواليفاير سيالي ترسره کړه. ددوی ترمنځ لوبه له جالب سوپر اور وروسته کراچي کينګز وګټله او پايلوبې ته ووتله.

 

دغه راز په ايليمينټر سيالۍ کې لاهور قلندرز او د پشاور زلمي لوبډلې مخامخ شوې چې پشاور زلمي ماتې وخوړه او له سياليو بهر شوه.

پشاور زلمې لوبډلې د پنځم وار لپاره په پرلپسې ډول دوهم پړاو ته لار موندلې وه.

د يادو سياليو په لړ کې د کواليفاير ماتې خوړونکې لوبډلې (ملتان سلطانز) او د ايليمنيټر ګټونکې (لاهور قلندرز) ترمنځ نيمه پايلوبه ترسره کيږي.

دا لومړی وار دی چې د پاکستان سوپر ليګ سياليو ګټونکی به يوه نوې لوبډله وي، چې کراچي کينګز، ملتان سلطانز او لاهور قلندرز څخه يوه کېدلی شي.

بايد وويل شي چې د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ د روان کال په فبروري مارچ مياشت کې پېل شوې خو په مارچ مياشت کې د کرونا ويروس له کبله وځنډيدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx